لوبې

انگلینډ استرالیا ته په پرلپسې توگه دوهمه ماتې ورکړه

شېبه وړاندې د استرالیا او انگلینډ ترمنځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې استرالیا یو ځل بیا له انگلینډ څخه ماتې وخوړه.

د دغې لوبې پچه استرالیایۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فېنچ سلیزې په مرسته ۲۷۰ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره فېنچ په ۱۱۴ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۶ منډو جوړولو سره غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

انگلینډ لپاره روټ او رشید دوه دوه او ووکس، پلنکېټ او معین علي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ ټاکل شوی هدف یو شمېر لوبغاړو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۴٫۲ اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

انگینډ لپاره بېیرسټو په ۵۶ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۶۰ او هېلز په ۶۰ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۷ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

استرالیا لپاره سټارک تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې ۵۹ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې. رېچرډسن هم دوه وېکېټې واخیستې.

تر دې دمه د پنځو یوې ورځنیو سیالیو د دغې لړۍ دوه لوبې ترسره شوي چې دواړه يي انگلینډ په ستر توپیر گټلي او د سیالیو دغه لړۍ ۲-۰ د انگلینډ په گټه روانه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون