لوبې

سریلانکا له بنگله‌دېش څخه په ۱۶۳ منډو ماتې وخوړه

د بنگله‌دېش، سریلانکا او زمبابوي ترمنځ د درې اړخیزو یوې ورځنیو سیالیو درېیمې لوبې کې سریلانکا له بنگله‌دېش څخه د ۱۶۳ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې پچه بنگالۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې بریالۍ پرېکړه يي وکړه.

بنگله‌دېش د یو شمېر لوبغاړو پیاوړې توپ وهنې پر مټ ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۲۰ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره تمیم اقبال په ۱۰۲ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۸۴، شکیب الحسن په ۶۳ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۷ او مشفق الرحیم په ۵۲ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سریلانکایۍ لوبډلې لپاره پرېرا ۳، فېرنانډو ۲ او دننجایا او گونراتنې یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د سریلانکا هېڅ کوم لوبغاړی ښه ونه ځلېد او ځانگړو منډو په جوړولو بریالي نه شول. سریلانکا ۳۲٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۵۷ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره پرېرا په ۱۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۹ او چندیمل په ۳۹ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۲۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

بنگله‌دېش لپاره شکیب الحسن ۳، مشرفي مرتضی او روبېل حسین دوه دوه او ناصر حسین او مستیفض الرحمن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون