پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان د «مشال» راډيو د تړلو پرېکړه کړې

د پاکستان د استخباراتي ادارې په غوښتنه په دغه هېواد کې د امریکا په مالي مرستو چلېدونکې پر مشال راډيو بندیز لگولی دی.

مشال راډيو د چيک جمهوريت له پلازمېنې پراگ څخه د افغانستان، پاکستان مېشتو پښتنو او په ځانگړې توگه د قبايلو په موضوعاتو خپرونې کوي، خو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دغه راډيو د پاکستان مخالفو قوتونو او څارگرو ادارو له خوښې سره سمې خپرونې کوي او بايد وتړل شي.

د پاکستان له کورنيو چارو وزارته په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې استخباراتي ادارې «ای ایس ای» دوی ته ويلي، چې مشال راډيو د پاکستان د ملي گټو خلاف د ځانگړو استخباراتي کړيو د گټو لپاره خپرونې کوي او بايد مخنیوی يې وشي.

د پاکستاني چارواکو په وينا دغه راډيو په لوی لاس داسې خپرونې کوي، چې پاکستان په کې د ترهگرو ځاله او حکومت يې په له منځه وړلو کې پاتې وښيي.

د مشال راډیو مسوولینو ویلي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکي دفتر ته د دې لپاره ورغلي وو، چې د دوی دفترونو پر تړلو ورسره خبرې وکړي.

د پاکستان چارواکي وايي چې دغه راډیو په خپلو خپرونو کې د پاکستان په اړه داسې انځور ورکوي، چې په دغه هېواد کې د ترهگرو ځالي شته او حکومت یې د خپلو خلکو په خوندي کولو کې پاتې دولت دی.

پاکستان وايي، چې مشال راډيو په خپلو خپروونو کې هڅه کوي، چې قبايل او عام پښتانه د حکومت مخالفو په توگه اورېدونکو ته وروپېژني.

د مشال راډيو مسوولينو هم منلې، چې د پاکستان کورنيو چارو وزارت ورته د دفتر تړلو امر کړی او په دې اړه يې خواشیني هم ښکاره کړې ده.

د ازادۍ راډیو مشر تهوماس کینټ ويلي، چې مشال راډيو د کانگريس په مالي ملاتړ خپرونې کوي، خو له هېڅ هېواد او څارگرې ادارې سره اړيکه نه.

مشال په ۲۰۱۰ کې د پښتنو او قبايلي په اړه خپرونې پيل کړي

د مشال سربېره ازادي راډيو، امریکا غږ اشنا او امريکا غږ ډيوه راډيوگانې د امریکا په مالي ملاتړ د افغانستان او قبايلي سيمو په تړاو خپرونې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون