ټکنالوژي

سټېرېنگ، برېک او اکسلېټر نه لرونکی موټر وړاندې کېږي

جنرال موټرز (General Motors)، د نړۍ د موټر جوړونې مشهوره کمپنۍ، غواړي نژدې راتلونکې کې داسې موټر وړاندې کړي چې سټېرېنگ، برېک او اکسلېټر ونه لري.

د نوي کال پیل سره اکثره کمپنۍ هڅه کوي چې دغه کال لپاره خپل تر ټولو پرمختللي تولیدات او اوزار وړاندې کړي خو جنرال کمپنۍ له اوس څخه په ۲۰۱۹ تمرکز کوي.

جنرال موټرز کمپنۍ وايي چې په خپله چلېدونکو موټرو په برخه کې به ځانگړې لاسته راوړنې ولري.

جنرال کمپنۍ وايي چې په داسې یو موټر کار کوي چې سټېرېنگ، برېک او اکسلېټر نه لري او په بشپړه توگه به په خپله خپل ټول فعالیتونه کنټرولوي.

د یو شمېر راپورونو پر بنسټ جنرال موټرز کمپنۍ د امریکا متحده ایالاتو د ټراسپورټ وزارت ته راتلونکی کال د دغه موټر وړاندې کولو او خرڅلاو د اجازې غوښتنه هم کړې.

جنرال موټرز په ۲۰۱۶ کې د کروز اټومېشن (Cruise Automation) کمپنۍ وپېرېده او له هغې وروسته په خپله چلېدونکو موټر په ټکنالوژۍ يي کار پیل کړی.

دغه کمپنۍ اوس هم د امریکا په کلیفورنیا، ارېزونا او مشیگان ایالتونو کې په خپله چلېدونکي موټر وړاندې کړي او اوسمهال یوازې تر ازموینو لاندې دي او ډېر ژر به نیویارک ښار کې هم وړاندې شي.

د کروز کمپنۍ پخوانیو او راتلونکو موټرو ترمنځ تر ټولو ستر توپیر دا دی چې راتلونکی موټر به په بشپړه توگه خپل ټول فعالیتونه خپله کنټرولوي او هېڅ داسې اسانتیاوې به ونه لري چې په کې سپاره کسان د دغې موټر کومه برخه کنټرول کړي.

جنرال موټرز کمپنۍ وايي چې دغه ټکنالوژي او موټر چې کروز اې وي (CRUISE AV) نومول شوی به ترافيکي پېښې کمې کړي، زیات عمر لرونکو او معیوبو کسانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې ولري او خلک به وکولی شي موټر کې د سفر پر مهال هم خپل مهمې کارونه پر مخ بوځي.

که چېرې د امریکا متحده ایالاتو د ټرانسپورټ وزارت د دغو موټرو د خرڅلاو او ښار کې گرځېدو اجازه ورکړي نو جنرال کمپنۍ په وینا دوی کولی شي چې ۲۰۱۹ کې خپل دغه موټرې کاروونکو ته وړاندې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون