سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امریکا لومړيتوب له چين او روسيې سره سیالي ده، نه د ترهگرۍ ضد جگړه

د امريکا دفاع وزير جيمز مټیس

امریکا وايي، چې اوس ورته تر ټولو ستر لومړيتوب د نړۍ له سترو قوتونو سره سيالي ده، نه د ترهگرۍ ضد جگړه.

د امریکا دفاع وزير جيمز مټیس د امریکا د دفاعي پالیسي د اعلان پر مهال ويلي، چې اوس ورته د ترهگرۍ ضد جگړه لومړيتوب نه، بلکې د نړۍ له سترو ځواکونو سره سيالي اړينه او لومړيتوب دی.

جيمز مټیس په څرگنده د روسيې نوم ياد کړی، چې دغه هېواد د امریکا ډيموکراسۍ لپاره گواښ دی.

د يادونې وړ ده، چې د امریکا په ۲۰۱۶ ولسمشريزو ټاکنو کې ډيموکراټانو او استخباراتي ادارو روسيه د ټرمپ په پلوۍ په ټاکنو په لاسوهنې تورنه کړې وه او لا هم په دې اړه څېړنې روانې دي.

د امریکا دفاع وزير د گواښ په ژبه ويلي: «که تاسې موږ ته گواښونه کوئ، نو دا به ستاسې لپاره تر ټولو بده او خطرناکه ورځ وي.»

په ورته وخت کې چين او روسيې د امریکا پر اعلان شوې دفاعي پاليسي نيوکې کړي او هغه رد کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف ويلي، چې امریکا خپله مشري د خبرو پر ځای د زور له لارې ښکاره کولي او چين هم تور پورې کړی، چې د امریکا په ذهن کې لا هم د سړې جگړې اغېز پاتې دی.

دا لومړی ځل دی، چې يو امریکايي چارواکی په ښکاره د نړيوالو قوتونو پر خلاف د خپل ځواک اعلان کوي او له کانگريسه يې هم غوښتي، چې د پنټاگون بوديجه کې له لس سلنه زياتوالی تصويب کړي.

د امریکا د پخوانيو حکومتونو د دفاعي تگلارې ډېری تمرکز به پر القاعدې او نورو جهادي ډلو و، خو جيمز مټیس په خپل تازه اعلان کې ترهگرۍ ضد جگړه نه، بلکې د نړۍ له سترو قوتونو سره ټکر خپل لومړيتوب ښوولی دی.

د امریکا د دفاعي سټراتيژي مرستيال ايلبريج کولبي ويلي، چې روسيه او چين له تېرو څو کلونو راهيسې خپل دفاعي ځواک غښتلی کوي او شونې ده، چې دا ځواک د امریکا لپاره په گواښ تمام شي او له همدې امله امریکا پرېکړه کړې، چې خپله دفاعي تگلاره د ترهگرو پر ځای د نړۍ د سترو قوتونو پر خلاف جوړه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون