افغانستان

د فراه ښار په څنډو کې یو ځل بیا طالبان ځای پر ځای شوي

د فراه چارواکي او ولایتي شورا وايي، طالبان یو ځل بیا د ښار څنډو او ان د ښار منځ ته رسیدلي او ورځ تر بلې یې فعالیتونه پراخیږي.

دوی وايي، طالبان د ښار په شاوخوا کې مرکزونه جوړ کړي او ډاډه ورته تگ راتگ کوي، په داسې حال کې چې تېر کال هم طالبان د ښار په څنډو کې موجود و.

د فراه ولایت مرستیال محمد یونس رسولي وايي، په تېره یوه میاشت کې طالبان د ښار څنډو ته یو ځل بیا راغلي او له همدې امله د امنیتي ځواکونو مرگ ژوبله په کم ساري ډول لوړه شوې ده.

هغه وايي، افغان ځواکونه په فراه کې په دفاعي حالت کې دي او د مخالفینو د ځپلو هیڅ عملیات یې نه دي کړي، نو له همدې امله په یوه اونۍ کې په فراه  ښار کې تر ۵۰ زیات امنیتي سرتیري وژل شوي.

د فراه د ولایتي شورا غړې جمیله امیني بیا وایي، چې طالبان د فراه ښار په زړه کې تگ راتگ کوي او فعالیتونه یې د ښار منځ ته رسیدلي دي.

دی وايي، تېر کال طالبان له ښار څخه بهر و؛ خو سږ کال د ښار منځ ته راغلي او خلک یې تر بل هر وخت له جدي گواښ سره مخ کړي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره د ښار شمالي څنډه په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې ده او د کینگان په سیمه کې یو لوی مرکز هم لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون