افغانستان سلايډ (فيچر)

د امنیت شورا غونډې ته حکومت او طالبانو غبرگون ښوولی

د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د ځانگړې ناستې په اړه افغان حکومت ویلي، چې نړیوالې ټولنې په دغې غونډې سره د ملي یووالي حکومت له دریځ څخه ملاتړ وکړ.

خو طالبانو بیا په غونډه کې د امریکا د استازي د څرگندونو په غبرگون کې ویلي، چې پر دوی د امریکا فشار پایله نه شي لرلی.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغان کړکیچ د حل لپاره د سیمه‌ییزو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا او دوام ټینگار وشو.

تر څنگ یې د امریکا استازي وویل، پاکستان باید د ترهگرو له ملاتړه لاس واخلي ځکه دغه کار یې په خیر نه دی.

هغه همدراز وویل، چې امریکا به پر طالبانو فشار زیات کړي، تر څو د سولې خبرو ته غاړه کیږدي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي د امنیت شورا غونډې په اړه ویلي، چې حکومت ددغې غونډې هر کلی کوي او په وینا یې نړیوالې ټولنې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ وکړ.

د رحیمي په وینا کابل ته د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي سفر او بیا د افغانستان په اړه ځانگړې غونډه د حکومت لپاره ښه پيغام لري.

خو د طالبانو ویاند بیا د امریکا د استازي د څرگندونو په غبرگون کې ویلي، چې دوی به په زور د امریکا فشار ته تسلیم نه شي.

د هغوی ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبان به هڅه وکړي، چې امریکا د تعقل له لارې له افغانستان نه وتلو ته اړ کړي.

هغه همداراز د افغان کړکیچ د حل لپاره د سوله ییز حل یادونه هم کړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون