روغتيا او ژوند

غواړئ چې ماشومان مو لوړ قد ولري؟ نو دغه خواړه وازموئ

لوړ قد هغه هیله ده چې هر څوک يي خوښوي، د انسان په ښایست او په ځان باور کې د پام وړ اغېز لري. په ځانگړي ډول اوسني وخت کې چې ټیټ قد ډېر عام شوی باید د ماشومانو او نوو ځوانانو قد ته د پام وړ پاملرنه وشي.

زیات شمېر فکتورونه لکه جېنونه، ورزش او د خوړو د ډول انتخاب شته چې کولی شي څو انچه قد مو لوړ کړي.

دلته مو له یو شمېر هغو خوړو سره چې دغه برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي اشنا کوو.

۱- شېدې او محصولات يي

پنېر، مستې او ایس کریم د شېدې د محصولاتو هغو څو مثالونو څخه دي چې قد لوړولی شي. دغه محصولات وېټامین اې (A)، بي (B)، ډي (D) او اي (E) لري چې د پیاوړو هډوکو لپاره تر ټولو اړین گڼل کېږي. بدن کې په کافي اندازه کلسیم د څو انچه قد لوړولو ضمانت کوي.

۲- د چرگې غوښه

بله هغه خواړه چې حتی که چېرې عمر مو ۲۵ کاله وي بیا هم قد مو لوړولی شي د چرگې غوښه دی. دغه ځانگړي خواړه په زیاته اندازه پروتین لري چې هډوکي پیاوړي کوي.

۳- هگۍ

هگۍ د پروټین یوه بله غوره سرچینه ده. د هگیو سپین ٪۱۰۰ پروټین لري کوم چې قد لوړولو کې د پام وړ مرسته کولی شي. خو بیا هم، که غواړئ چې وزن مو ډېر نه شي نو د هگۍ ژېړ مه خورئ.

هگۍ بدن ته د اړتیا وړ وېټامین بي۲ (B2) ورکوي کوم چې بدن روغ ساتلو کې مرسته کوي. که غواړئ قد مو جگ شي نو د ورځې ۳ څخه تر ۶ دانې هگۍ وخورئ.

۴- کیله

اکثره خلک کیله د دې لپاره چې گومان کوي وزن يي زیاتوي نه کاروي. خو د دې په خلاف کیله بې شمېره روغتیايي گټې لري او یو له دغو گټو څخه يي قد لوړول دی. د کیله یو له غوره ځانگړنو څخه دا دی چې زیاته اندازه منگنیز، کلسیم، پوتاسیم او هغه پروبیوتیکونه لري چې عمومي روغتیا ته هر اړخیزې گټې لري.

۵- سویابین

که غواړئ جگ قد ولرئ نو سویابین باید ستاسو د خوړو یوه اړینه برخه وي. سویابین ډېر زیات پروتین لري چې د انساجو او هډوکو غټېدو کې مرسته کوي. هره ورځ ۵۰ گرامه سویابین مو څو انچه قد لوړولی شي.

۶- کب

کبان هم د قد لوړولو لپاره د اړینو خوړو له جملې څخه دي. سالمن، سارډین او ټونا په څېر کبان د وېټامین ډي (D) غوره سرچینې دي چې د هډوکو سالمې ودې لپاره اړین دی. وېټامین ډي په بدن کې د کلسیم جذب چې هغه هم د قد لوړولو کې د پام ور مرسته کوي کې مرسته کوي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون