افغانستان

هرات کې چاودنې ۱۲ ملکیان وژلي

د هرات په گلران ولسوالۍ کې د ولسي وگړو پر موټر سړک غاړې ماین چاودېدلی چې له امله یې ۱۲ ملکي وگړي وژل شوی دي.

ځايي خلک وایي، دا کسان د مزدورۍ لپاره ایران ته روان وو، چې د ماین قرباني شول.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، پېښه نن یکشنبه شاوخوا لس بجې د گلران ولسوالۍ په علف سیمه کې شوې ده.

دی وايي، دوولس تنه ځوانان چې ټول په یوه سراچه ډول موټر کې سپاره و، د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

د پولیسو ویاند وایي، دغه ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و؛ خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پولیسو ویاند دا وضاحت نه لري، چې ۱۲ ځوانان څنگه په یوه سراچه موټر کې روان و؛ خو ځایي خلکو رسنیو ته ویلي، چې دغه کسان ایران ته تلل چې په لارې کې پر ماین وربرابر شول.

د هغوی په وینا دا کسان د هرات د بېلا بېلو ولسوالیو اوسېدونکي و او د مزدورۍ لپاره ایران ته روان و.

سړک غاړې ماینونه په افغانستان کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې دویم لامل دی او تر جگړو وروسته له ملکیانو زیاته قرباني اخلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون