سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

واشنگټن له انقرې د کردانو پر ضد د عملياتو په اړه د «زغم» غوښتنه کړې

ریکس ټیلرسن، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

متحده ايالتونو له خپل متحد هېواد ترکيې غوښتي، چې د سوريې شمال حلب ولايت عفرين سيمه کې د کردانو پر ضد د عملياتو په اړه «زغم» وکړي.

تېره ورځ ترکيې اعلان وکړ، چې عفرين ښار کې يې د امریکا ملاتړ لرونکو کردانو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي او د پرمختگ په حال کې دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدز ناورت ويلي، چې د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن له خپل ترکي سيال مولود جاويش اوغلو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف سره د دغو عملياتو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړي دي.

هيدز ناورت وايي، چې واشنگټن د ترکيې پولې ته څېرمه د کردانو د فعاليتونو په اړه د انقرې امنيتي اندېښنې مني، خو په ورته وخت کې يې ټينگار کړی، چې «موږ پر انقرې ټينگار کوو، چې په عفرين کې د عملياتو په اړه له زغمه کار واخلي، خپل عمليات محدود کړي او ولسي خلکو له زیان رسولو ځان وساتي.»

بل پلو د امریکا دفاع وزير جيمز مټیس ويلي، چې ترکيې په عفرين کې له هوايي بريدونو وړاندې امریکا ته خبر ورکړی و او زياتوي، چې واشنگټن له انقرې سره د دې عملياتو په اړه په اړيکه کې ده.

مټیس اسيايي هېوادونو له سفر وړاندې په الوتکه کې رسنيو ته وويل: «ترکيې په څرگنده ژبه له بريد وړاندې له موږ سره خپل پلان شریک کړ، له موږ سره يې په دې اړه مشورې وکړې او موږ اوس د نوو پرمختگونو په اړه سلامشورې کوو.»

امریکايي چارواکو دا څرگندونې د سوريې په شمال حلب ولايت په عفرين کې د کردي ډلو پر ضد د ترک پوځ د عملياتو له پيلولو يوه ورځ وروسته کړي دي. له ترکي پوځيانو سره په دې عملياتو کې د سوريې خپلواک پوځ ډله هم مرستې کوي.

انقره د سوريې په شمال کې د کردانو ډلې «ترهگر» بولي او تور پورې کوي، چې دا ډلې له۱۹۸۴ راهيسې د ترکيې له بيلتونپالو کردي ياغيانو سره د ترکيې پر ضد وسله‌والو بريدونو او چاودنو کې مرستې کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې دوی به د حلب ولايت عفرين سيمه له کردي «ترهگرو» پاکه کړي او په لنډ وخت کې به يې د سيمې عربو، ترکمنو او ولسي کردانو ته وسپاري او د هغه په وينا لس زره کردي ياغي وسله‌وال به له دې سيمې وشړي.

د ترکيې ولسمشر ويلي، چې د وروستي ترهگر تر شتونه به دغه عمليات روان وي.

په ورته وخت کې د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدرم هم ويلي، چې دغه عمليات به په څلورو پړواوونو کې پر مخ بيول کېږي او په لنډ وخت کې به پای ته ورسيږي.

روسيې او ایران د دغو عملياتو په اړه اندېښنه ښوولې او له ترکيې د بندولو غوښتنه کړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون