لوبې

انگلینډ په پرلپسې توگه درېیمه لوبه هم وگټله

د انگلینډ او استرالیا د پنځو یوې ورځنیو لوبو لړۍ درېیمه لوبه هم د انگلینډ په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې استرالیا په ۱۶ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه استرالیایۍ لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ د وروستیو لوبغاړو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۲ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره بټلر په ۸۳ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۰۰ او ووکس په یوازې ۳۶ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۳ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د لوبې تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول.

استرالیا لپاره هذلووډ ۲ او کمېنس، سټوېنېس، زامپا او مارش یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې استرالیا ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۶ منډې جوړې کړې او په ۱۶ منډو يي ماتې وخوړه.

استرالیا لپاره فېنچ په ۵۳ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. مارش ۶۶ او سټوېنېس ۵۶ منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره ووډ، ووکس او رشید دوه دوه وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون