لوبې

سریلانکا زمبابوي ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه

د درې اړخیزو یوې ورځنیو سیالیو لړۍ څلورمې لوبې کې سریلانکا د زمبابوي لوبډلې ته ماتې ورکړه. سریلانکا دغه لوبه په پنځو وېکېټو وگټله.

د لوبې پچه د زمبابوي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

زمبابوي په ۴۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د ټېلر ښه ځلېدو په مرسته ۱۹۸ منډې جوړې کړې.

زمبابوي لپاره ټېلر په ۸۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

سریلانکا لپاره پرېرا تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل اتو اورونو کې ۳۳ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې. فېرنانډو ۳ او سنډاکن ۲ وېکېټې اخیستلو سره هم ښه وځلېدل.

ځوابي توپ وهنې کې سریلانکايۍ لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ښه ځلېدو په مرسته ۴۴٫۵ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره کړه.

سریلانکا لپاره پرېرا په ۵۷ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. چندیمل په ۷۱ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۸ او تېسارا پرېرا په ۲۶ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۹ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

زمبابوي لپاره موضرباني تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل لس اورونو کې دوه پنځوس منډو ورکولو سره درې وېکېټې واخیستې. جاروېس او چېتارا هم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون