افغانستان سلايډ (فيچر)

د کانټيننټل هوټل برید ۱۴ بهرنیان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، په انټرکانټیننټل هوټل د وړمې شپې برید کې ۱۴ بهرني اتباع وژل شوي چې ۹ تنه یې د اوکراین اتباع دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه کسان ډیری یې د کام اییر هوایي شرکت کارکوونکي وو، چې په یاد هوټل کې اوسېدل.

نوموړی وایي، په دغه برید کې ۵ افغانان هم وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي، چې په ټپیانو کې ۵ یې امنیتي سرتیري دي.

د هغه په خبره بهرني اتباع ۹ تنه یې  اوکراین اتباع دي، یو یې د قرغزستان یو یې د یونان او د دریو نورو هېوادونو لا نه دي روښانه شوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح بیا وایي، چې د وړمې شپې له برید څخه د کابل روغتونونو ته ۲۲ داسې جسدونه ور وړل شوي، چې د پېژندلو نه دي.

هغه زیاته کړې په دغه پېښه کې ټپي شوي گڼ کسان هم د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د کام اییر شرکت مسوولینو ویلي، چې د دوی یو شمېر کارکوونکو ته د وړمې شپې د برید پر مهال مرگ ژوبله رسیدلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په برید کې وژل شوي ۱۱ تنه د کام اییر شرکت کارکوونکي دي.

یوې لوړ پوړې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، چې د وړمې شپې په برید کې ۳۳ تنه وژل شوي چې ډیری یې بهرنیان دي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او افغان حکومت، ځېنې نړیوالو بنسټونو او گڼو گوندونو دغه برید غندلی دی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون