لوبې

د ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې راتلونکې لوبه په ژوندۍ بڼه خپرېږي

۱۹ – کلنو نړیوال جام کې د افغانستان د ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې تر دې دمه ښه ځلېدلې او خپلو پیاوړو سیالانو په وړاندې يي پیاوړې او ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړې.

افغانستان خپلو لومړیو دوو لوبو کې د پاکستان او سریلانکا لوبډلو ته په ستر توپیر ماتې ورکولو سره د ۱۹ – کلنو نړیوال جام منځلوبو ته لار موندلې وه.

افغانستان خپلې درېیمې لوبې کې چې د ټولو په باور افغانستان لپاره یوه اسانه لوبه وه له ایرلینډ څخه يي ماتې وخوړه.

دغې لوبې کې د ایرلینډ په وړاندې د ماتې لاملونه له اندازې زیاتې اضافي منډې، کمزورې توپ وهنه او لوبډلې کې له اړتیا پرته ستر بدلونونه کېدای شي.

افغانستان د ۱۹ – کلنو نړیوال جام منځلوبو کې د نیوزیلینډ په وړاندې لوبه ترسره کوي. دغه لوبه چې د جنوري په ۲۵مه به ترسره شي له یو شمېر نړیوال تلوزیونونو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

نیوزیلینډۍ لوبډلې خپل گروپ کې دننه درې لوبې ترسره کړي او ټولې لوبې يي گټلې هم دي. نیوزیلینډ الف گروپ کې د سویلي افریقا، وېسټ انډیز او کینیا لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړي او ټولې لوبې يي په ستر توپیر سره گټلي.

نیوزیلینډ، انگلینډ او هندوستان هغه لوبډلې دي چې خپلو گروپونو کې يي پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکولو سره خپلې ټولې لوبې گټلي.

نیوزیلینډ به د افغانستان لپاره تر ټولو سخت سیال وي او دغې لوبډلې ته ماتې ورکولو لپاره افغانستان باید هر اړخیزه پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړي او د اضافي منډو مخنیوی کې جدي پاملرنه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون