سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

په سوريې کې د پوځي عملياتو په تړاو ترکيې د نړيوالو نيوکې رد کړي

د ترکيې له لوري د سوريې په شمال عفرين ښار کې د کردي وسله‌والو ډلو پر ضد د ځمکنيو او هوايي عملياتو په تړاو ترکيې د نړيوالو نيوکې رد کړي او هيله يې څرگنده کړې، چې په لنډ وخت کې به په دغو عملياتو کې بريالي شي.

په ناټو کې د ترکيې استازي احمد بيرات ويلي، چې د ناټو غړي هېوادونه دې د دغو عملياتو په اړه د ترکيې ملاتړ وکړي.

بيرات ويلي، که امریکا او متحدين يې د دغو عملياتو په اړه د ترکيې مخالفت کوي، نو هېواد به يې د ناټو په غړيتوب له سره غور کولو ته اړ شي.

احمد بیرات وايي، د امریکا له لوري د داعش پر ضد د جگړې لپاره د «وای پي جي» کردي وسله‌والو ډلو ملاتړ د ترکيې لپاره مستقيم گواښ دی.

تر دې وړاندې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزير بن علي یلدرم ويلي و، چې د سوريې شمال حلب ولايت په عفرين ښار او اړوندو سيمو کې يې د کردي ډلو پر ضد له هوايي بريدونو وروسته ځمکني عمليات پيل کړي او د پرمختگ ادعا يې هم کړې ده.

د ترکيې لوی درستيز تېره شپه رسنيو ته ويلي و، چې ترکي پوځيانو په عفرين ښار پنځه کيلومټره پرمختگ کړی.

ترک چارواکي وايي، چې په لنډ وخت کې به کردي ملېشې وځپي، خو کردان وايي، د ترکي پوځيانو بريدونه يې په شا تمبولي او ترکي الوتکي د سوريې پر سرحدي سيمو بمبارۍ کوي.

عفرين ښار له ۲۰۱۲ راهيسې د کردي وسله‌والو ډلو په لاس کې دی، خو ترکي چارواکو گواښ کړی، چې کردي ملېشې به له دې خاورې وباسي او د ترکيې پولو په اوږدو کې به د سوريې په خاوره کې دېرش کيلومټره اوږد خندق وباسي، تر څو ترکيې ته د پېښېدونکو گواښونو تلپاتې مخنیوی وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون