لوبې

پاکستان شل اوریزو لوبو لړۍ هم سترې ماتې سره پیل کړه

شیبه وړاندې د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې پاکستان له نیوزیلینډ څخه په اوو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډۍ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه. نیوزیلینډ پیاوړې توپ اچونې سره پاکستان ته د ځان سمبالولو فرصت ورنه کړ.

پاکستان ۱۹٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بابر اعظم او حسن علي توپ وهنې په مرسته ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره بابر اعظم په ۴۱ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ او حسن علي په ۱۲ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۲۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

فخر زمان ۳، عمر امین صفر، محمد نواز ۷، حارث سهیل ۹، سرفراز احمد ۹، شاداب خان صفر، فهیم اشرف ۷، محمد عامر ۳ او رومان رییس صفر منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره رېنس او سوتي درې درې، سانټنر دوه او کېچن او منرو یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې که څه هم نیوزیلینډ دوه چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د منرو پیاوړې توپ وهنې په مرسته يي ټاکل شوی هدف ۱۵٫۵ اورونو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

نیوزیلینډ لپاره منرو په ۴۳ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۹ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. منرو د نیمه سلیزې فرصت درلود خو د حسن علي پراخ بال دغه لوبه پای ته ورسوله.

پاکستان لپاره رومان رییس دوه او شاداب خان یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون