افغانستان خبر

کابل کې د یونما دوه کارکوونکي تښتول شوي

وسله‌والو کسانو د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو یا یونما د دفتر دوه کارکوونکي او یو ماشوم تښتولي دي.

د ملگرو ملتونو د یوې څانگې مطبوعاتي مسوول احمدالله امرخیل رسنیو ته تایید کړی، چې نن سهار د خیرخانې په سیمه کې د یونما له یوه موټر څخه یوه ښځينه کارکوونکې، د هغې موټر چلوونکی او د هغې زوی تښتولي شوي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد بیا وایي، چې د پيښې له ځای څخه ۳۰۰ متره لرې د تښتول شوې میرمنې بکس په یوه کرولا موټر کې موندل شوی دی.

هغه وايي، پولیسو د وسله والو لټه پيل کړې؛ خو په دې تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

بصیر مجاهد وایي، د ملگرو ملتونو د دفتر درې کارکوونکي نن سهار خپل دفتر ته پر لاره و، چې وسله‌والو پرې برید وکړ او ویې تښتول.

د دغې تښتونې انگیزه لا نه ده روښانه؛ خو په کابل کې ورته تښتونې ټولې یې د پيسو لپاره وي.

که څه هم په کابل کې د پولیسو له لوري د ناقانونه وسلو او تورو شیشو موټرو ضد کمپاینونه هم وشول؛ خو ناقانونه وسلې لا هم په کابل کې د ډيرو خلکو لپاره گواښ بلل کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون