لوبې

۱۹ – کلنو نړیوال جام: استرالیا له ۱۲۷ منډو دفاع وکړه

نن د ۱۹ – کلنو نړیوال جام سیالیو لومړۍ منځلوبې کې استرالیا د انگلینډ پر وړاندې لوبه ترسره کړه. استرالیا د پیاوړې توپ اچونې پر مټ له کوچنی هدف څخه دفاع او انگلینډ ته يي په ۳۱ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه استرالیایۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیایۍ لوبډلې کمزورې توپ وهنې پایله کې په ۳۳٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د سنگا نیمه سلیزې په مرسته ۱۲۷ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره سنگا په ۹۱ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

انگلینډ لپاره ټولو توپ اچوونکو پیاوړې او بریالۍ توپ اچونه وکړه. بامبر، پېنېنگټن او جکس درې درې او ووډ یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ د استرالیا د پیاوړې توپ وهنې په وړاندې مقاومت ونه شو کړای او ۲۳٫۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۹۶ منډې جوړې کړې او په ۲۷ منډو يي ماتې وخوړه.

انگلینډ لپاره بېنټن په ۵۳ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزې په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره توپ وهونکی ثابت شو.

د پاپ پیاوړې او تاریخي توپ اچونې دغه لوبه د استرالیا په بریا پای ته ورسوله. پاپ خپل ۹٫۴ اورونو کې یوازې ۳۵ منډو ورکولو سره ۸ مهمې وېکېټې واخیستې او خپله لوبډله يي نیمه پایلوبې ته ورسوله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون