سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سپینه ماڼۍ: پاکستان دې طالب مشران ونیسي یا یې دې وشړي

د سپنې ماڼۍ ویانده سارا سندرز

امریکا یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دې طالب مشران ونیسي او یا دې ژر تر ژر هغوی له خپل هېواده وباسي.

د سپنې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز په کابل کې پر کانټنینټل هوټل د برید په غبرگون کې ویلي، چې دغه ډول ترهگریزې پېښې له افغانانو څخه د واشنگټن ملاتړ لا غښتلی کوي.

هغې ویلي، امریکا یو ځل بیا له پاکستان غواړي، چې ژر تر ژره دې طالبانو مشران ونیسي، یا دې هغوی له خپل هېواده نه وباسي.

د سپنې ماڼۍ د ویاندې په خبره پاکستان باید اجازه ورنه کړي، چې تر ولکې لاندې خاوره یې د ترهگریزو فعالیتونو د انسجام لپاره وکاریږي.

د امریکا او پاکستان اړیکې په دې وروستیو کې ترینگلې شوي او دواړه لوري یو پر بل تورونه لگوي.

د دواړو هېوادونو اړیکې له هغه وروسته ترینگلې شوې، چې د  امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې له پاکستان سره د امریکا مرستې بې ځایه وبللې.

خو د سپنې ماڼۍ وروستی دریځ په کابل کې د کانټنیټل هوټل د برید په تړاو و، چې مسوولیت یې طالبانو اخیستی دی.

د بشر حقونو نړیوالې ډلې د طالبانو دغه عمل جنگي جنایت بللی او ویلي، یې دي، پرته له دې چې د ملکیانو تفکیک وشي، په دغه هوټل کې پر ټولو خلکو یو شان ډزې شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون