سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ترکيه: امریکا دې سوريه کې د کردي ملېشو له ملاتړه لاس واخلي

ترکيې امریکا ته خبرداری ورکړی، چې په سوريې کې د کردي ملېشو له ملاتړه لاس واخلي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې ترک پوځيانو د سوريې په شمال عفرين ښار کې د کردي ملېشو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره عمليات پيل کړي، خو امریکا د دغو ملېشو ملاتړ کوي او وسلې ورکوي.

ولسمشر اردوغان ويلي، چې امریکا دا مني، چې د عفرين سيمې کردي ملېشې د ترکيې امنيت لپاره گواښ دي، خو دغه ملېشې اوس هم د امريکا جوړې شوې وسلې د ترکانو پر ضد کاروي.

ترکيه وايي د عفرين سيمې کردي ملېشې د ترکيې بيلتونپالو د کردانو کاگرې ډلې سره مرستې کوي، خو د سوريې کردانو د ترکيې تورونه رد کړي دي.

کردي ملېشې د سوريې په شمال ختيځ حلب ولايت کې پر پراخې ځمکې واکمن دي او د داعش ضد جگړې کې د امريکا متحدين دي، خو ترکيه ټينگار کوي، چې کردي ملېشې ترهگره ډله ده او باید امریکا يې له ملاتړه لاس واخلي.

انقره په دې باور ده، چې په سيمه کې داعش ډله اوس له منځه تللې او امريکا بايد له کردي ملېشو سره خپل اتحاد پای ته ورسوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزير بن علي يلدرم ويلي، چې د خپلې پولې په اوږدو کې د ترهگرو ډلو فعاليت نه شي زغملی او په وينا يې دغه کردي ملېشې د ترکيې امنيت او خونديتوب لپاره گواښ دي او بايد له سيمې وشړل شي.

ترکيه وايي په عفرين کې لس زره کردي ملېشې فعاليت لري او دوی يې پر ضد هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي او د پرمختگ ادعا هم کوي.

د ترکيې لوی درستيز دوه ورځې وړاندې يې ويلي و، چې پنځه کيلومټره پرمختگ يې کړی دی.

ایران، روسيې او امريکا د ترکيې له لوري په عفرين ښار کې پر روانو عملياتو نيوکې کړي، خو ترکيې دغه ټولې نيوکې رد کړي او ټينگار کوي، چې د خپلې پولې په اوږدو کې د ترهگرو ډلو فعاليت نه شي زغملی او بايد عفرين ښار له کردي ملېشو پاک کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون