افغانستان سلايډ (فيچر)

«د سولې عالي شورا بې اغېزه او بې صلاحیته ده»

د سولې کور بنسټ وايي، چې د سولې عالي شورا فعاليتونه بې گټې او بې اغېزه دي او بايد د دې شورا په کارونو کې له لاسوهنو ډډه وشي.

د سولې کور نادولتي بنسټ غړي رحيم جامي په کابل کې خبرغونډې ته وويل، چې د سولې عالي شورا خپل موثريت او اهليت له لاسه ورکړی او د دې شورا د اغېزمنتيا لپاره بايد وړ کسان وټاکل شي.

ښاغلي جامي زياته کړه: «د سولې عالي شورا هېڅ اغېز نه لري، فعاليتونه يې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او غوښتنو سره سم نه دي، د دې شورا د غړو ټاکنه او گوښه کول بايد په سياسي جوړجاړي نه وي او دا شورا بايد وړ او متخصصو کسانو ته وسپارل شي.»

ښاغلي جامي دا هم وويل، چې د سولې عالي شورا او امنيت شورا چارې بايد سره جلا او وپېژندل شي او تور يې پور کړی، چې «د سولې شورا په چارو کې ډېری لاسوهنې د امنيت شورا کوي.»

د رحيم جامي په باور په هېواد کې د سولې عالي شورا په يوې پروژې اوښتې او تر څو، چې دې وضعيت بدلون نه وي موندلی، هېواد ته د سولې راتلل ناشوني دي.

د غونډې په پای کې د سولې کور بنسټ له لوري په خپور شوي پرېکړه‌ليک کې غوښتنه شوې، چې په هېواد کې د جگړې د پای ته رسولو او عادلانه سولې لپاره بايد د سولې چارې بې پرې ولسي خلکو ته وسپارل شي.

په پرېکړه‌ليک کې دا هم راغلي، چې د سولې بهير دې د جگړې د قربانيانو، د بشري او ښځو د حقونو سربېره پر ټولنيز عدالت او همدارنگه له ديني، ملي او بين المللي معيارونو سره سم برابر شي.

د سولې عالي شورا منشي امین الدین مظفري له غونډې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې د رحيم جامي خبرې رد يا تاييد نه کړې، خو زياته کړه، چې د سولې شورا د فعاليت او اغېز لپاره هر اړخيزې همکارۍ او مرستې ته اړتيا لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون