افغانستان سلايډ (فيچر)

پر انټرکانټیننټل هوټل د برید نوي اړخونه را برسیره شوي

درې شپې وړاندې کابل کې په انټرکانټینټل هوټل له برید وروسته هره ورځ د دغې پېښې نوي اړخونه را برسیره کیږي؛ خو تازه معلومات ښيي، چې د یاد هوټل د پنځم او څلورم پوړ ټولې خونې سوځول شوې دي.

د دې تر څنگ له برید یو ساعت وړاندې د هوټل د تلاشۍ سکنرونه هم درول شوي وو او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وايي، بریدگر له وړاندې په هوټل کې بلد و.

د کانټیننټل هوټل د پېښې بل اړخ دا دی، چې بریدگرو یو موټر چاودیدونکي توکي او مهمات د هوټل څلورم او پنځم پوړ ته ورسره خیژولي وو، چې دا کار ان د هوټل کارکوونکو ته په عادي ورځو کې ستونزمن وو.

ورسره لویدیځو رسنیو خبر ورکړی، چې د کانټیننټل هوټل په پېښه کې ځېنې امریکايي اتباع هم وژل شوي، چې افغان امنیتي سرچینو دا کسان دوه میرمنې یادې کړې دي.

د ولسي جرگې غړی اسد الله شریفي چې په دغه هوټل کې یې خونه لرله وايي، د خونې زرهې دروازه یې بریدگرو الوزولې ده او اتاق ته ننوتلي.

هغه وايي، دی د برید په شپه په هوټل کې نه و؛ خو اوس یې چې خپله خونه لیدلې دا برید ورته خورا په لوړه کچه ښکاري.

شریفي وایي: «له ما سره پوښتنه دا ده چې بریدگر څنگه پوه شول، چې دا زما خونه ده؟ او دوی څنگه زرهې دروازه الوزولې ده؟.»

نوموړي په خپل موبایل ټلفون تر برید وروسته د هوټل فلم اخیستی، چې حالت په کې تر هغه ډير خراب ښکاري، چې په رسنیو ویل کیږي.

عیني شاهدانو هم د برید تازه کیسې کړي او وايي، بریدگرو له ځان سره دومره وسائل او تجهیزات لرل، چې د پولیسو یو ټولی یې نه لري.

د برید مرگ ژوبله هم تر هغه لوړه شوې چې لومړی ورځ کورنیو چارو وزارت اعلان کړه.

تازه امنیتي سرچینو ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه ۱۸ بهرني اتباع او ۹ افغانان وژل شوي او گڼ نور کسان ټپیان دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون