افغانستان سلايډ (فيچر)

د قطر دفتر: د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی

عکس: په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر منلې، چې د دوی پنځه کسیز پلاوي د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی دی.

د طالبانو له سیاسي دفتره په خپره شوې اعلاميې کې راغلي چې د جگړې سربېره دوی د سياسي جوړجاړي لارې هم په نظر کې لري او له همدې امله يې د پاکستاني چارواکو په بلنه د سياسي روغې جوړې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته پنځه کسیز پلاوی لېږلی دی.

اعلاميه زياتوي، چې د پلاوي مشري مولوي جان محمد مدني کوله او له هغه سره په دې سفر کې شيخ شهاب الدین دلاور، شيخ سید رسول حليم، محمد سهیل شاهين او قاري دين محمد حنيف ملگري وو.

د سياسي دفتر مطبوعاتي څانگې ويلي، چې د دوی پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خپل نظر شریک کړی، په دې اړه يې د پاکستاني لوري نظر هم اورېدلی او د دغو ليدونو راپور يې خپل مشرتابه ته لېږلی دی.

اعلاميه زياتوي: «د پاکستان حکومت هيله ځرگنده کړې وه، چې د افغان سولې په تړاو مرستې ته چمتو دي او په دې اړه يې د خبرو لپاره  د اسلامي امارت د سياسي دفتر پلاوی ته يې اسلام اباد ته د ورتگ بلنه ورکړې وه.»

تېره اوونۍ يو شمېر پاکستاني او افغان رسنيو خبر ورکړی و، چې د طالبانو د سياسي دفتر غړي له پاکستاني چارواکو سره د د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

طالبانو په لومړيو کې د دغه راپور په اړه له څه ويلو ډډه کوله، خو وياند يې ذبيح الله مجاهد وروسته ځينو رسنيو سره په غير رسمي خبرو کې اسلام اباد ته د پلاوي سفر تاييد کړی و او تېره شپه ناوخته قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د اعلاميې په خپرولو د دې خبر پخلی وکړ.

اعلاميې کې راغلي، «د سياسي دفتر پلاوي په افغانستان کې د اسلامي امارت مشرتابه ته د افغان سولې په تړاو له پاکستاني، چينايي، قطري او د نورو هېوادونو له چارواکو سره د ناستو لنډيز وړاندې کړی دی.»

له سياسي دفتر په خپره شوې اعلاميې کې دا هم راغلي، چې سوله يوازې په «شعارونو او وعدو» نه راځي، بلکې د سولې لپاره بايد شرایط برابر شي او د دې لپاره د جگړې لاملونه بايد له منځه ولاړ شي.

د طالبانو سياسي دفتر په داسې حال کې اسلام اباد ته د خپل پلاوي د سفر پخلی کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې تگلارې له مخې ډېر ټينگار د خبرو پر ځای پر پوځي ځواک دی او فکر کوي، چې د جگړې او پوځي عملياتو له لارې به طالبان د خبرو مېز ته راولي.

اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر د رسنیز کېدو پر مهال طالبانو په کابل کې پر پنځه ستوریز نړيوال کانټيننټل هوټل بريد وکړ، چې له امله يې د امریکايي اتباعو په گډون لسگونو بهرنيو او افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د سپنې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز دغه بريد غندلی او له پاکستانه يې غوښتي، چې طالب مشران بنديان کړي او يا  يې هم له خپلې خاورې وباسي.

په دې وروستيو کې د امریکا او پاکستان اړيکې ترينگلې دي او امریکا تور پورې کوي، چې پاکستان د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي او گواښ يې کړی، چې تر څو پاکستان د وسله‌والو ډلو له ملاتړه لاس نه وي اخيستی د امریکا له لوري مالي مرستې به پرې بندې وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون