روغتيا او ژوند

نوې څېړنه: غټه خېټه د ځیگر د سرطان لامل گرځېدی شي

Human liver

د ځیگر سرطان هغه ناروغي ده چې په اسانۍ سره څوک پرې نه پوهېږي او هغه مهال نښې يي په ډاگه کېږي چې درملنه يي کومه گټه نه لري.

د امریکا متحده ایالتونو کې ترسره شوې نوې څېړنې ثابته کړې چې غټه خېټه د ځیگر د سرطان خطر سره ژوره اړیکه لري.

دغې څېړنې کې د نړۍ له مختلفو برخو څخه د ۱٫۵ میلیونه کسانو روغتیايي معلومات څېړل شوي او پایله کې يي ثابته شوې چې د خېټې هره دوه انچه غټېدل د ځیگر د سرطان خطر ۱۰ سلنه زیاتوي.

د څېړنې موندنې

دغه نوې ترسره شوې څېړنې د خپلو پراخو څېړنو او زیات شمېر ځوانانو روغتیايي معلوماتو ته بیاکتنې په پایله کې ثابته کړې چې پنځه سانتې متره د خېټې غټېدل ۱۰ سلنه د ځیگر په سرطان د اخته کېدو خطر زیاتوي.

سربېره پر دې هر پنځه کېلو اضافي وزن په نارینه کې د ځیگر په سرطان د اخته کېدو خطر ۳۸٪ او ښځو کې بیا د دغې ناورغۍ خطر ۲۵٪ زیاتولی شي.

د دغې څېړنې موندنې ښيي چې اضافي وزن، د شکرې ناروغۍ دوهم ډول او غټه خیټه ټول د ځیگر سرطان اخته کېدو سره ژورې اړیکې لري.

دغه څېړنه، چې د سرطان څېړنیزې مجلې کې خپره شوې، لپاره د څوارلسو مختلفو څېړنې موندنې ته بیاکتنه شوې، گډون کوونکو خپل وزن، قد او نورو اړوند فکتورونو په اړه لکه الکولي مشروبات یا تنباکو کارولو اړوند پوښتنلیکونه ډکې کړي او څېړونکو ته يي سپارلي.

څېړنې لپاره خپل روغتیا اړوند معلوماتو ورکولو پر مهال هېڅ گډون کوونکی په سرطان اخته نه و، خو د وخت له تېرېدو سره ۲۱۶۲ کسان يي د ځیگر په سرطان اخته شول.

دغې څېړنې کې همدراز څرگنده شوه چې په دوهم ډول شکرې ناروغۍ اخته کسان چې له چاغوالي سره ډېر تړلي د نورو په پرتله ۲٫۶۱ چنده ډېر د ځیگر په ناروغۍ اخته کېږي.

د دغې څېړنې موندنو په پایله کې ثابته شوه چې د ځیگر سرطان هم یو له هغو ناروغیو څخه دی چې له اضافي وزن او خېټې غټوالی له امله رامنځ ته کېدی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون