ټکنالوژي

د ایفون په بېټرۍ خوله لگول د چاودنې لامل شوه (وېډیو)

یوې نوې خپره شوې وېډيو کې چې د ایفون کاروونکی غواړي خپلو غاښونو په مرسته د نوې بېټرۍ اصلیت معلوم کړي دغه مهال چاودنه رامنځته کېږي.

که څه هم دغه کوچنۍ چاودنه کاروونکی او دوکاندار ته هېڅ ډول زیان نه رسوي خو دا لومړی ځل دی چې داسې یوه پېښه رامنځته کېږي.

له دغې پېښې وروسته د ټکنالوژي د برخې کارپوهانو ایفون کاروونکي ته خبرداری ورکوي چې هېڅکله د ایفون په بېټرۍ خوله ونه لگوي چې کېدای شي د ژوند به بیه يي تمام شي.

د تایوان خبري اژانس راپور پر بنسټ دغه کاروونکی غوښتل خپل د ایفون بېټرۍ بدله کړي او د دې معلومولو لپاره چې ایا دغه بېټرۍ اصلي دی یا جعلي پر بېټرۍ خوله ولگوله او یوازې څو ثانیي وروسته دغه چاودنه رامنځته شوه.

د دغې پېښې لنډه وېډیو لاندې تړونی کې لیدلی شئ:

که څه هم دغه وېډیو ډېر څه نه په ډاگه کوي خو لږ تر لږه کاروونکو ته دغه خبرداری ورکولی شي چې هېڅکله برېښنايي اوزارو اصلیت خولې لگولو سره د معلومولو هڅه ونه کړي.

تر دې دمه اپل کمپنۍ دغې پېښې اړوند کوم غبرگون نه دی ښوولی خو دغه کمپنۍ تل دغه ډول پېښو اړوند چوپه خوله پاتې کېږي چې له همدې امله اکثره نیوکو سره هم مخ کېږي.

د ټکنالوژي یو شمېر چارپوهان په دې باور دي چې کېدی شي دغه پېښه یوازې د ایفون بېټرۍ پورې محدود نه وي او که چېرې د نورو کمپنیو په بېټرۍ خوله ولگول شي هم ورته چاودنه رامنځته شي.

د دغې خبر پایله کې یوه خبره څرگنده ده چې هېڅکله باید په بېټرۍ خوله ونه لگول شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون