ټکنالوژي

د گلکسي اېس۹/۹+ وروستی ډیزاین او افشا شوې ځانگړنې (تصویرونه)

سامسنگ کمپنۍ د رسمي بلنلیک له لارې د گلکسي اېس۹/۹+ د معرفي کولو کره نېټه په ډاگه کړې ده. دغه بنلیک کې چې رسنیو ته استول شوی د دغو ځیرکو موبایلونو د معرفي کولو نېټه د فبروري ۲۵مه ښودل شوې.

سامسنگ کمپنۍ د تېرو کلونو په څېر دا ځل بیا غواړي چې په بارسلونا ښار کې د موبایل نړیوال کانگرېس نندارتون څخه یوه ورځ وړاندې په یوې جلا غونډې کې خپل نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړي.

دا ځل به هم گلکسي اېس۹ له اېس۹ پلس سره د ډیزاین په برخه کې هېڅ ډول توپیر ونه لري خو د ځانگړنو له نظره به د پام وړ توپیرونه ولري.

که څه هم گلکسي اېس۹/اېس۹+ د مخکینۍ برخې ډیزاین له اېس۸ او اېس۸ پلس ته ورته ده خو شاتنۍ برخې کې د پام وړ بدلون راوستل شوی او کامرې يي عمودي ځای پر ځای شوي. د گوتې نښې سېنسر هم د کامرې لاندې ځای پر ځای شوی.

تېره ورځ اېوان بلاس، د ټکنالوژي توکو د ځانگړنو باوري افشا کوونکي، خپل ټوېټر کې د گلکسي اېس۹/۹+ نوی تصویر خپور کړی چې د دغو ځیرکو موبایلونو د مخکینۍ برخې وروستی ډیزاین ښيي.

سربېره پر دې اېوان بلاس یو بل ټويټ کې د گلکسي اېس۹ او اېس۹ پلس د کامرې د ډیزاین تصویر هم خپور کړی چې پخواني افشا شوي معلومات تاییدوي او ښيي چې کامرې په عموي ډول ځای پر ځای شوي.

اېوان بلاس همداراز وايي چې که څه هم دغه ځیرک موبایلونه د فبروري په ۲۵مه معرفي کېږي خو خرڅلاو به يي د مارچ په ۱۶مه پیل شي.

د گلکسي اېس۹ افشا شوي ځانگړنې:

  • ۵٫۸ انچه سوپر امولېډ مخ‌پاڼه،
  • کوالکوم سنپ ډراگن ۸۴۵ ډوله پروسېسر (چین او امریکا متحده ایالاتو کې) د نړۍ نورو برخو لپاره به د سمسنگ کمپنۍ اکزینوس ۹۸۱۰ ډوله پروسېسر سره وړاندې شي.
  • ۴ گېگابایټ رم،
  • ۶۴ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا،
  • ۱۲ مېگاپکسله شاتنۍ کامره، اېس۹ یوازې یوه اصلي کامره لري،
  • ۸ مېگاپکسله مخکینۍ کامره،
  • شاتنۍ برخې کې دکامرې لاندې د گوتې نښې سېنسر،
  • سټېریو ډوله لاوډ سپیکرونه.

د گلکسي اېس۹ پلس افشا شوي ځانگړنې:

  • ۶٫۲ انچه سوپر امولېډ مخ‌پاڼه،
  • کوالکوم سنپ ډراگن ۸۴۵ ډوله پروسېسر (چین او امریکا متحده ایالاتو کې) د نړۍ نورو برخو لپاره به د سمسنگ کمپنۍ اکزینوس ۹۸۱۰ ډوله پروسېسر سره وړاندې شي.
  • ۶ گېگابایټ رم،
  • ۱۲۸ گېگابایټ د فایل ثبتونې وړتیا،
  • دوه ۱۲ مېگاپکسله وړتیا لرونکې شاتنۍ کامرې،
  • ۸ مېگاپکسله مخکینۍ کامره،
  • شاتنۍ برې کې دکامرې لاندې د گوتې نښې سېنسر،
  • سټېریو ډوله لاوډ سپیکرونه.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون