روغتيا او ژوند

د شکرې ناروغانو لپاره د بورې غوره بدیلونه

ایا غواړئ تصفیه د شوې بورې پر ځای صحي بدیلونه انتخاب کړئ؟ لاندیني طبیعي خواږه مواد د بورې او نورو مصنوعي خوږوونکو لپاره خوندور او صحي بدیل وړاندې کوي.

که چېرې شکرې ناروغۍ لرئ یا د شکرې په ناروغۍ د اخته کېدو خطر سره مخ یاست، بیا هم کولی شئ دغو خوږوونکو موادو څخه خپل ورځني ژوند کې گټه پورته کړئ.

۱- د کوپرې بوره

د کوپرې بوره د کوپرې ونې شېرې څخه جوړېږي. په دې وروستیو کې د یو شمېر اړینو څېړنو موندنې دغې بورې ته د ځانگړې پاملرنې لامل شوی. نوې څېړنې ښيي چې د کوپرې بوره د تصفیه شوې بورې په پرتله لږ د گلایسیمېک (Glycemic) شاخص لري. د کوپرې د بورې دغه ځانگړنه د وینې قندي موادو روغتیا بهتره کولو سره د شکرې ناروغۍ او اضافي وزن مدیریت کې د پام وړ مرسته کوي.

۲- د خرما بوره

د خرما بوره خپله د خرما له میوې څخه ترلاسه کېږي. د خرما بورې ترلاسه کولو لپاره د خرما میوه وچوي او په ښه توگه يي میده کوي. دا په دې معنی دی چې بوره يي هم په هماغه اندازه فایبر او گټور مواد لکه اوسپنه، وېټامین بي۶ او مگنیزیم لري چې په تازه میوه کې يي موندل کېږي.

له دې امله چې دغه بوره میده شوې میوه ده په مشروباتو لکه چای او کافي کې په بشپړه توگه نه حلېږي، خو نورو خوړو کې د بورې د غوره ا وصحي بدیل په توگه کارول کېدی شي.

۳- گوړه

گوړه د سپینې بورې د تصفیه کولو له پروسې څخه ترلاسه کېږي، خو ټول اړین وېټامینونه او گټور مواد لري چې د پام وړ روغتیايي گټې لري. گوړه زیاته اندازه کلسیم، اوسپنه، منگنیز، مگنیزیم، پوتاسم، سلینیم او بي کورنۍ وېټامینونه لري. گوړه د نړۍ تر ټولو زیات گټور مواد لرونکی طبیعي خواږه گڼل کېږي.

۴- اوومه گبین

شکرې ناروغانو لپاره اووم گبین د بورې تر ټولو غوره بدیل دی. اوومه گبین د باکتریا ضد پیاوړې خاصیت او انټي اکسېډنټس لري چې په مرسته يي د حجراتو له منځه وړونکي راډیکالونو په وړاندې مبارزه کوي.

اووم گبین په اسانۍ سره د بدن له لوري مختلفو فعالیتونو ترسره کولو لپاره کارول کېږي. له دې سربېره څېړنو موندلې چې د گبینو کارول د کاربوهایډرېټ لرونکو نورو سرچینو په پرتله ورزشي فعالیتونو کې غوره والی راولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون