امنيت سلايډ (فيچر)

شنونکي: له وروستيو بريدونو د طالبانو موخه د خپل ځواک ښوول وو

د چارو یو شمېر پوځي او سیاسي شنونکي وايي، په هېواد کې د ناامنۍ وروستۍ څپه او بریدونه لنډمهالي دي؛ خو زیاتوي، چې ښايي دغه ډول بریدونه تر یو وخته نور هم زور واخلي.

په تېرو دوو اونیو کې په کابل کې درې لوی بریدونه وشول چې د دوو مسوولیت یې طالبانو او د یوه یې داعش ډلې پر غاړه واخیست.

د شنونکو په باور له دغو بریدونو موخه دا ده چې طالبان او نورې وسله‌والې مخالفې ډلې ځان پياوړی وښيي او لا هم په پخواني حالت کې وښيي.

دوی وايي، وروستي بریدونه بېلا بېل اړخونه او دلایل لري او ښايي تر یو څه وخته نور هم زیات شي.

سیاسي کارپوه عبدالولي وهاب وايي، تر وروستیو بریدونو وړاندې امریکايي چارواکو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جان نیکلسن وویل، چې طالبان یې سخت کمزوري کړي او پر وړاندې به یې لا جدي اقدام وشي.

وهاب نړۍنیوز ته وویل، طالبانو د دې لپاره چې بهرنیو او افغان چارواکو ته وښيي، چې دوی لا هم پياوړي او مات شوي نه دي په کانټیننټل هوټل او صدارت څلور لارې کې برید وکړ.

دی وايي، د دغو بریدونو پیغام لوی و، ځکه دا بریدونه خورا پیچلي وو او له لویو کړیو پرته ناشوني بریښي.

یو بل سیاسي کارپوه اسدالله عزت وايي، امریکا په دې وروستیو کې د طالبانو یو شمېر غړي په تور نوملړ کې هم شامل کړل او ښايي وروستي بریدونه همدې نوملړ ته د طالبانو د شاملولو ځواب وي.

نوموړی همداراز وایي، هغه کړۍ چې د داعش ډلې تر شا ولاړې دي، هغوی د طالبانو د ماتېدو او ختمېدو گنگوسه رامخته کړې وه، نو د طالبانو وروستي بریدونه یوازې د قدرت ښودنې مانوره وه.

عزت همداراز وایي، د افغان جگړې ریښې خورا ژورې او پيچلې دي، ځکه نو په ځېنې حساسو حالاتو کې بریدونه پياوړي کیږي او کله بیا د بریدونو لړۍ کمزورې شي.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل بیا وايي، دا چې د سیمې په اړه د امریکا وروستۍ تگلاره په جگړه متمرکزه ده نو له شک پرته چې جگړه به هم زور اخلي.

هغه نړۍنیوز ته وویل، که بهرنیانو او په ځانگړي ډول امریکا د جگړې د پای ته رسولو اراده لرلی، وروستي بریدونه به نه ترسره کېدل.

هغه همداراز زیاتوي، افغانان اوس د ژرندې د پلونو تر منځ ایسار دي، داعش، طالبان، حکومت او بهرنیان ټول یوازې پر عامو خلکو د زور ازمویلو مانورونه اجرا کوي.

امرخیل وايي، په افغانستان کې د روانې لوبې پیچلتیا ته په کتو ښايي د ناامنۍ څپې وخت ناوخت زور واخلي.

خو د افغان حکومت دریځ بیا دا دی چې طالبانو او نور وسله‌والو مخالفینو ماتې خوړلې او د ماتې د پټولو لپاره په عامه ځایونو کې بریدونه کوي.

د ارگ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، طالبان د جگړې په ډگر کې مات شول او له افغان ځواکونو سره د مخامخ کېدو توان نه لري، ځکه نو عامه ځایونه او عام وگړي په نښه کوي.

ولسمشر غني هم دوه ورځې وړاندې په وزیر اکبرخان جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال ورته څرگندونې وکړې.

ولسمشر د کابل د صدارت څلور لارې تر برید وروسته همداراز وویل، «دا چې د طالبانو بادار تر فشار لاندې دی نو هغوی ته یې د بریدونو او د بریدونو د مسوولیت اخیستلو امر کړی، تر څو له فشار څخه خلاص او طالبان د دوی له اغېز پرته ډله وښودل شي.»

خو د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي تېره ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې حالت په بدلیدو دی او افغانستان روښانه راتلونکی په مخ کې لري.

هغه همداراز زیاته کړه وروستي بریدونه د افغانانو د پرمختگ د مخنیوي لپاره شوي، خو په وینا یې دا ډول بریدونه د دوی په اراده کې تغیر نه شي راوستلی.

طالبان بیا دغه ډول بریدونه د خپلې جگړې عادي برخه او جهاد بولي او په وینا یې که امریکا او افغان حکومت پر جگړه ټینگار کوي، دوی هم ورسره جگړې ته چمتو دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون