سلايډ (فيچر) نظر

د جگړې منطق

د افغان جگړې د دوام لپاره له تېرو اولسو کلنو را هیسې مختلفې پلمې توږل کیږي، د جگړې د پیل بهانه د اسامه ( القاعده) شتون د طالب تر څنگ وو، خو اسامه چې په ایبټ اباد کې و وژل شو، دا بهانه ترې وتروړل شوه، خو جگړه سړه نه، لا توده شوه. د دې جگړې دوام لپاره د امریکا هر ولسمشر ( له بوش نه نیولي تر ټرمپ) پورې د پوځونو د زیاتولو، هوایي بمبار، د ملي اردو او ملي پولیسو د تجهیز او روزنې تر شعارونو پورې پلمې لټولي دي، د جگړې دوام یوازې امریکایي لوري نه، بلکې افغان چارواکو، د افغان حکومتونو په اډانه کې د جگړه مارو ډلو نیکټایي لرونکو جگړه خوښو هم کړی دی. د افغان جگړې هرکلی هر هغه چورواکي، زور واکي کړی دی چې یا یې کورنې بهر ده یا د طالب په خلاف په نویمه لسیزه کې له کولابه جنگیدلی دی. د افغان جگړې قرباني یوازې ولس، ولسي بنسټونه او ولسي گټې دي، په تېره څه کم دوو لسیزو کې له افغان جگړې ټوپکمارو، جنگسالارانو او چورواکو په میلیونونه څه چې په میلیاردونه ډالره گټې کړي دي، دوی د وسلو په پلور، د مخدره توکو په قاچاق، د بیا رغووني تر نامه لاندې د پروژو په ټیکدارۍ کې شامل دي، بده یې لا دا چې د جگړې د پرمختگ لپاره د استخباراتي معلوماتو ( جاسوسۍ ) چارۍ یې هم همدا جگړه ماران په مخ وړي. د همدې ړندو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوایي ځواک افغان ودونه، جنازې، مسجدونه، روغتونونه بمبار کړل، حتی په لوگر کې ملي اردو، په ارزگان کې ملي پولیس، په فراه کې افغان کمانډو بمبار کړه. د همدې ړندو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تېر کال د ټرمپ په امر د نړۍ د بمونو مور په شینوارو وازمویل شوه، نړۍ حیرانه شوه چې امریکا په کومه جگړه کې کیوتلې ده چې په هیڅ نه سپموي؟

د افغان جگړې منطق یوازې له افغان لوري سره نه دی تړلی، په طالب لوري کې هم داسې سرټمبه کسان شته چې د جگړې اوږدول، د جگړې گټل، د خپل زور ازمویل ورته خوند ورکوي. د طالبانو په لیکو کې گڼ داسې کسان لیدلی کیږي چې په جگړه کې د تقدس ( د قتال حکم) ته ژمن دي، داسې کسان هم په کې کم نه دي چې د جگړې له اقتصاد څخه گټه پورته کوي، د مخدره توکو، د کانونو له سپړلو گټه پورته کوي. د همدې جگړې په مټ پاکستان خپل ناپاک او شوم اهداف په افغانستان کې څاري، پاکستان د هندوستان د مهارولو، د افغانستان د تباهۍ فلسفه د روانې جگړې په دوام او سختوالي کې لټوي. د دې تر څنگ ایران د داعش د مهارلو، د ایران د گټو جگړه له خپلو پولو بهر په افغانستان کې پالي، په وروستیو کې د پخواني شوروي د وروستې ولسمشر گورباچوف دا خبره چې سړه جگړه پای ته نه ده رسیدلي، رښتینې کیدونکي ده. د پوتین په مشرۍ روسیې لا هم د سړې جگړې دوام ته زړه ښه کړی دی، روس د امریکا د ښکیلولو، په جگړه کې د ماتولو او د شوروي د ماتیدو غچ په کابل کې اخلي.

خو د دې ټولو دلایلو سربېره د افغان جگړې د اختتام گڼ دلایل شته چې باید موږ افغانان ورته نه ستړي کیدونکی کار وکړو. لومړې دا چې جگړه د حل لاره نه ده. دویم دا چې په جگړه کې لوی اکثریت قرباني عام، افغان ولس دی. درېیم دا چې په جگړه کې زموږ ملي بنسټونه ورځ تر بلې کاواکه کیږي. څلورم دا چې د جگړې گټه د نورو او قرباني یې د افغان مظلوم ولس په غاړه ده. پنځم دا چې په جگړه کې چورواکي، زور واکي او جگړه ماران اقتصادي گټې کوي، حال دا چې د ولس هټۍ، کور، کلی په کې بمباریږي، الوزول کیږي او ولس په کې بې کوره کیږي، په تېرو دوه کلنو کې یو اعشاریه دوه میلیونه افغانان په کور دننه د جگړې له لاسه بې کوره شوي دي. شپږم دا چې د ولس مټې ( ځوانان) د جگړې، بیکارۍ او بیسوادۍ له امله په نشه یې توکو روږدې کیږي، شا وخوا درې میلیونه ځوانان په نشه یې توکو روږدې دي، چې د راتلونکي لپاره د اخپله د افغان ټولنې ناسور گرځیدلی شي.

د جگړې د پای ته رسولو مسولیت:

گاندې وایې چې تر څو په جگړه کې د مشرانو زامن، کورنۍ ونه وژل شي، جگړه نه دریږي. دا ستر او تریخ حقیقت دی. زموږد چورواکو ( وزیرانو، والیانو، قومندانانو، جنرالانو) زامن او لوڼې د غرب په پارکونو او کلبونو کې ناڅي، خو د مظلوم افغان ( دهقان، استاد، ټیکسوان، دوکاندار…) زامن په ملي اردو، ملي پولیسو او دارنگه د طالب په لیکو کې د جگړې اصلي قربانیان دي. دارنگه د امریکا په مشرۍ د ناټو د ټولو غړو هیوادونو قربانۍ یوازې تر ۳۰۰۰ درې زرو عسکرو پورې رسیږي، حال دا چې د افغان لورې انساني تلفات له پنځه سوه زره اوړي، نو د دې لپاره د جگړې د پای ته رسولو لومړنی مسولیت د افغان ولس دی. موږ باید د ولسي فشار له لارې روانې جگړې ته د پای ټکی کیږدو. دا چې دا فشار څنگه رامنځته کړو، د دې لپاره افغان ځوانان باید شپه ورځ کار وکړي، تر څو عامه ذهنیت د سولې په ملاتړ او د جگړې په خلاف را خپل کړي.

یا رب توفیق

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون