افغانستان سلايډ (فيچر)

پاکستاني پلاوی کابل ته را ورسید

د پاکستان د ملکي او پوځي ادارو یو پلاوی نن شنبه کابل ته راغی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره د وروستیو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

نړۍنیوز ته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډگر یوه مسوول وویل، چې یو شمېر افغان چارواکي نن سهار هوایي ډگر ته ددغه پلاوي هر کلي ته راغلي وو.

تر دې وړاندې رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ویلي و، چې د دغه پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي او د پوځ ځېنې مسوولین به هم په کې دي.

د راپورونو په حواله دغه پلاوی د پخوانیو تعهداتو له مخې کابل ته راځي او دې ته ورته سفرونه پخوا هم شوي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې وه، چې یو پاکستاني پلاوی به کابل ته راشي؛ خو د یاد پلاوي د راتگ کره وخت یې نه و روښانه کړی.

پاکستاني پلاوی تر هغه وروسته کابل ته سفر کوي، چې څلور ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر پاکستان ته ولاړل او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د نا امنۍ د وروستیو پېښو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني هم تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې د ترهگرو ډلو یو لوی نوملړ یې پاکستان ته سپارلی او اوس ددې وخت دی، چې پاکستان د خبرو پر ځای عمل وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون