افغانستان سلايډ (فيچر)

پاکستان د افغانستان له لوري د ورسپارل شوو اسنادو «ارزونه» کوي

افغانستان ته راغلي پاکستاني پلاوي ويلي، چې د افغان حکومت له لوري د ورسپارل شوو اسنادو ارزونه کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې تهمينه جنجوعه په مشرۍ کابل ته ملکي او پوځي راغلي پلاوي ويلي، چې له افغان حکومت سره په دې سلا شوي، چې د فبرورۍ په نهمه او لسمه به په اسلام اباد کې د دواړو دولتونو چارواکي گډه ناسته ولري.

افغان چارواکو د پاکستاني پلاوي د سفر موخه د وروستيو خونړيو پېښو د اندېښنو ځواب او د دواړو هېوادونو له ترينگلو اړيکو وروسته د سولې او پيوستون لپاره د گډې همکارۍ لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د افغانستان او پاکستان د ترینگلو اړيکو په اړه چين د روغې جوړې وړانديز کړی و او نږدې دوه مياشتې وړاندې په دې اړه په بيجينگ کې درې اړخيزه غونډه هم شوې وه.

د بيجينگ په غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې د گډې همکارۍ او پلان لپاره به د دواړو دولتونو شريکې کاري ډلې گومارل کيږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند شکيب مستغني ويلي، د افغان حکومت پلاوي وړمه ورځ اسلام اباد ته د سفر پر مهال پاکستاني چارواکو ته د کابل د وروستيو بريدونو اسناد سپارلي وو او دوی نن له پاکستاني پلاوي د دغو اسنادو په اړه د کره ځواب غوښتنه کړې، خو دغه پلاوي دوی ته ډاډ ورکړی، چې د ورسپارل شوو اسنادو اروزنه يې پيل کړې ده.

د ملي يووالي حکومت له پيله ولسمشر اشرف غني له پاکستان سره د سولې لپاره هلې ځلې پيل کړې، خو له څه وخت تېرېدو وروسته د خپلمنځي بدگومانۍ او تورونو له امله دغه اړيکې له ننگونو سره مخ شوې او نږدې پنځه ځله د سولې اړيکې پيل او له خنډونو سره مخ شوې او اوس يو ځل بيا له نږدې دوو کلونو پرېکون وروسته دواړو هېوادونو د چين په منځگړيتوب د سولې هڅې پيل کړي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د سولې دغه هڅې به گټورې پايلې ولري که نه، خو افغان چارواکي هيله‌من دي، چې دا ځل به پاکستاني چارواکي له افغان حکومت سره د تاوتريخوالي په له منځه وړلو او د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون