پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

سوات کې پر پوځي مرکز چاودنې ۲۴ پاکستاني پوځيانو ته مرگ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا سوات ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه مرکز چاودنې لږ تر لږه يوولس پوځيان وژلي او ديارلس يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» ويلي، چې چاودنه د سوات کبل سيمې په شريف اباد کې د پوځي مرکز په لوبغالي کې شوې ده.

پاکستاني رسنيو ليکلي، چې يوه بريدگر له ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو او د پوځيانو لوبغالي ته له رسېدو وروسته يې د واليبال په لوبغالي کې ځانته چاودنه ورکړې ده.

پوځي سرچينو ويلي، چې په دغې چاودنې کې لږ تر لږه يوولس پوځيان وژل شوي او ديارلس نور ټپيان وو.

اې ايف پي خبري اژانس ليکلي، چې د دغه بريد پړه پاکستاني طالبانو منلې ده.

په ۲۰۰۹ کې په سوات کې له پوځي عملياتو وروسته امنيت او ټيکاو راغلی و او له پوځي عملياتو وروسته د سوات بې ځایه شوي خلک هم بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي وو، خو بيا هم د سوات امنيتي چارې د پوځيانو په لاس کې دي او شاوخوا شپږ زره پوځيان دغلته په دندو بوخت دي.

پوليسو څو ورځې وړاندې هم ويلي و، چې دوه مشکوک بريدگر يې نيولي، چې د حکومت پر ضد فعاليتونو کې ښکېل وو او تر هغه څو ورځې وړاندې يې د پاکستاني طالبانو يو بل مشر محمد علي هم نيولی و.

په دې وروستيو کې يو ځل بيا په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو لوري بريدونه زيات شوي، خو په تېرو څو مياشتو کې دا تر ټولو درنه چاودنه بلل کېږي، چې څلورويشتو پوځيانو ته په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون