سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

روسيې او چين د امریکا اټومي فکر غندلی دی

روسيې د امریکا نوې اټومي فکر او تگلاره غندلې او ټينگار يې کړی، چې د امريکا نوې تگلارې دوی نهيلي کړي دی. چين هم ويلي، چې امریکا دې د سړې جگړه له فکره راووځي او د چين پوځي اوټيکنالوجيکي پرمختگ ته دې په بده سترگه نه گوري.

چين او روسيې دا څرگندونې وروسته تر هغه کړي، چې د تېرې جمعې په ورځ پنټاگون په خپاره کړي سند کې ويلي، چې روسيه او چين د امریکا د گټو لپاره گواښ دي او خپل اټومي ځواک به د دوی پر وړاندې نور هم غښتلی کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د اټومي ډوکټورين د خپرولو پر مهال امریکایي چارواکو له لوري د روسيې په پوځي پرمختگ نيوکې کول او تورونه لگول د ځمکنيو حقايقو خلاف کار دی.

مسکو له واشنگټنه غوښتي، چې د شته ستونزو د اواري لپاره بايد د تورونو پر ځای گډ کار وکړي او د سيمې او نړۍ سټراټيژيک ټيکاو له گواښونو سره مخ نه کړي.

د چين دفاع وزارت هم نن يکشنبه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې  «سوله او پرمختگ د نړۍ دوه اړينې اړتياوې دي، چې بې پرواهي ترې ناشونې ده او امریکا چې د نړۍ تر ټولو ستره اټومي زيرمه لري، بايد د نيوکو پر ځای د سولې او پرمختگ لپاره لاس وړاندې کړي.»

د چين له دفاع وزارته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي: «موږ هيله‌من يو، چې امریکا به د سړې جگړې له فکره راووځي، د اټومي وسلو د کموالي لپاره به خپل مسووليت وپېژني، د چين سټراټيژيک او سوله‌ييز فکر ته به درناوی ورکړي او بايد پوه شي، چې د چين پوځي او تخنيکي پرمختگ يوازې د خپل هېواد د دفاع لپاره دی.»

پنټاگون تېره مياشت د خپلې دفاعي تگلارې د اعلان پر مهال ويلي و، چې د امریکا لپاره د ترهگرۍ په پرتله چين او روسيه تر ټولو ستر گواښونه دي.

امریکايي چارواکي وايي، چې هېواد به يې روسيه اړ کړي، چې د اټومي وسلو له زياتولو لاس واخلي.

د امريکايي چارواکو دغو څرگندونو د روسيې غوسه راپارولې او زياتوي، چې د پنټاگون نوې پوځي تگلاره او د امریکايي چارواکو څرگندونې به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې او بې باورۍ نورې هم زياتې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون