افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

شنونکي: د افغان او پاکستاني پلاوو تگ راتگ بې گټې دی

تېره اونۍ د کابل له خونړي برید وروسته یو افغان پلاوی، چې د کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت رییس په کې شامل و، پاکستان ته ولاړل او د وروستیو بریدونو اسناد یې پاکستاني چارواکو ته ورکړل.

ورپسې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینې جنجوعې په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغی او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د اړیکو ښه والي لپاره یو بل افغان پلاوی هم اسلام اباد ته سفر وکړي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومي وايي، چې پاکستان ته د پلاوو تگ راتگ له فشار څخه د پاکستان خلاصېدو لامل کیږي.

هغه وايي، په داسې حال کې چې نړۍ اوس پر پاکستان د فشار راوړلو په هڅه ده کې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي راتگ او پاکستان ته د افغاني پلاوي تگ د پاکستان په گټه دی؛ خو په افغانستان کې د حالاتو له بدلون سره هیڅ مرسته نه شي کولی.

هغه وړمه ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان باید د ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته د پاکستان پر ضد اسناد ور وړي وای.

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح هم پر خپل فیسبوک لیکلي و، چې پاکستان ته د افغان پلاوي تگ بې گټې او په غلط ادرس سفر دی.

پوځي کارپوه محسن مختار وايي، که پاکستان ته زر ځله هم پلاوي تگ راتگ وکړي، کومه مثبته پایله به تر لاسه نه شي.

نوموړي نړۍنیوز ته وویل، هغه پلاوي چې له کابل نه اسلام اباد ته ځي د ملکي حکومت له چارواکو سره گوري او دغه ډول کتنې کومه گټه نه لري.

د ده په باور که دې سفرونو گټه لرلی، د حامد کرزي شل سفرونو به له پاکستان څخه مثبته پایله تر لاسه کړې وای.

سیاسي کارپوه کبیر رنجبر وايي، کله چې پاکستان تر فشار لاندې راځي د پلاوو مسئله گرمیږي او دا یوازې د فشارونو لپاره د موقت وخت خبره وي او په اوږد مهاله اړیکو  اغېز نه لري.

هغه وايي، که د پاکستان په اراده کې د مثبت بدلون په اړه کوم څه وي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې په ډیره اسانۍ ښې کېدلی شي.

خو یو بل سیاسي کارپوه نوید نظري بیا په دې باور دی، چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې له ښو اړیکو پرته بل ښه انتخاب نه لري.

هغه وايي، که دواړه هېوادونه سل کاله نور هم یو د بل مخالفت وکړي وروستۍ حل لاره یې هم باید دوستانه اړیکې وي.

د نظري په خبره دا چې پاکستان لویې پروژې تر لاس لاندې لري، نو ځکه له افغانستان سره د اړیکو د ښه والي اراده هم نه لري.

درې ورځې وړاندې ولسمشر غني په یوه غونډه کې پاکستان د ترهگرو مرکزو یاد کړ او په وینا یې اوس د دې وخت را رسیدلی، چې دغه هېواد د ترهگرو شبکو پر ضد عملي اقدام وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون