سلايډ (فيچر) کورنۍ

مسیر: امریکا د ملي يووالي حکومت د مودې غځولو په موخه قیادي شورا جوړوي

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ممکنه ځنډ په تړاو له رپوټونو سره یو ځای ویل کېږي چې امریکایان له حکومت سره په ګډه د قیادي شورا د جوړولو هڅې کوي چې دا شورا به د ملي یووالي حکومت عمر غځوي.
یوې باوري سرچینې مسیر ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا ځینو مهمو استازو له جهادي او سیاسي مشرانو سره ناستې کړې او له هغوی یې غوښتي چې د دغه قیادي شورا له جوړېدو سره هوکړه وکړي او پکې برخه واخلي.
دا شورا چې څو جهادي او سیاسي مشران به یې غړیتوب ولري، د ملي یووالي حکومت د وخت تر پوره کېدو به د حکومت سیاسي ملاتړ کوي او له هغه وروسته به له ټاکنو پرته د ملي یووالي حکومت عمر پنځه کاله نور هم غځوي.
مسیر ته باوري سرچینې ویلي چې مهمو امریکايي استازو له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، کریم خلیلي، حامد ګیلاني، انوار الحق احدي او ځینو نورو چارواکو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي چې له دغه قیادي شورا سره هوکړه وکړي او غړیتوب یې واخلي. دوی ته ویل شوي چې د دغه کار په بدل کې به د شورا د غړیتوب ترڅنګ لوړ امتیازات هم ورکول کېږي.
سرچینې زیاته کړې چې ډېرو مشرانو دا وړاندیز رد کړی، خو ځینو په مشروط ډول د امریکا دا غوښتنه منلې ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د دغه شورا د مشرۍ وړاندیز شوی، خو ویل کېږي چې هغه دا وړاندیز رد کړی او د شورا له جوړېدو سره یې هم مخالفت کړی دی. د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال او د افغانستان د خلکو د ملي محور ویاند شیوای شرق هم له قیادي شورا سره مخالفت کوي او پر ټاکنو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کې د لا ځنډ خبره کړې ده او کارپوهان وايي چې د کمېسیون او حکومت له کړنو ښکاري چې د ولسي جرګې ټاکنې به نورې هم وځنډېږي. څومره چې د ولسي جرګې ټاکنې ځنډېږي، په همغه کچه د ولسمشرۍ ټاکنې هم ځنډېږي او ان خبره تر دې پورې رسېږي چې ښايي د ولسمشرۍ ټاکنې هېڅ ونه شي. له همدې امله هڅې روانې دي چې له ټاکنو پرته د ملي یووالي حکومت عمر وغځېږي.
مسیر ته باوري سرچینې ویلي چې د امریکا مهمو استازو له جهادي او سیاسي مشرانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې حالات نور هم خرابېږي او د ولسمشرۍ ټاکنې ناشونې دي، له همدې امله باید د اوسني حکومت عمر پنځه کاله نور هم وغځېږي او دا کار باید د همدې قیادي شورا له لارې وشي.
حقوقپوهان بیا وايي چې د ملي یووالي حکومت له سره ناقانونه و او د قیادي شورا یا بل جوړښت له مخې یې د واک غځول پر اساسي قانون پښه اېښودل دي او په دې ډول افغانستان لا زیات د ناقانونۍ او ناقانونه حکومت لوري ته ځي. دوی ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت او امریکا باید د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي او پرېږدي چې د افغانستان خلک د قانون له مخې خپل برخلیک په خپله وټاکي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه کابل

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون