افغانستان سلايډ (فيچر)

وزيري: پوله‌ساتي ځواکونه دې د پاکستان د توغنديزو بريدونو بالمثل ځواب ورکړي

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، چې پوله‌ساتي ځواکونه کولی شي، چې د پاکستاني پوځيانو د توغندیزو بريدونو ځواب ورکړي او په دې اړه دې د مرکز امر ته انتظار نه کوي.

پاکستاني پوځيانو له څه مودې ځنډ وروسته يو ځل بيا د کونړ په دانگام ولسوالۍ او نورو سيمو توغنديز بريدونه پيل کړي او يوازې په تېرو دوو ورځو کې يې پر کونړ شاوخوا دوه سوه توغندي توغولي دي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې پر کونړ، ننگرهار او نورو سرحدي ولايتونو توغنديز بريدونه کوي، چې له امله يې لسگونو ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې او سلگونه کورنۍ يې له امله بې ځايه شوي دي.

د دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري رسنيو ته ويلي، چې پوله‌ساتي ځواکونه کولی شي، چې  د مرکزي حکومت له هدایت او اجازې پرته د پاکستاني پوځيانو د توغنديو بالمثل ځواب ورکړي.

جنرال وزيري وايي: «افغان ځواکونه به د هېواد په هره برخه کې د بهرنيو مداخلو سمدستي ځواب وايي.»

جنرال وزيري ويلي، چې پاکستان په بد وضعيت کې دی، نړيوال فشارونه پرې ورځ تر بلې زياتېږي  او اوس په نړيوالې انزوا کې دی.

د ملي دفاع وزارت وياند ټينگار کوي، چې د ملي يووالي حکومت د «مثبتو» سیاسي هڅو په پایله کې پاکستان له نړيوالې انزوا سره مخ دی او د دغسې بريدونو له لارې هڅه کوي، چې د خلکو توجه بدله کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون