افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

شنونکي: د بي ۵۲ الوتکو او نورې بمبارۍ به د طالبانو د جگړې توجيه نوره هم زياته کړي

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځيانو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن ويلي، چې د هېواد په شمال ختيځ او سويلي  ولايتونو کې يې د وسله‌والو طالبانو او نورو مخالفينو پر خوندي پټنځايونو او مرکزونو د بي ۵۲ الوتکو او نورې بمبارۍ زياتې کړي او تمه يې کړې، چې له دې لارې به د مخالفينو مالي سرچينې او مرکزونه ويجاړ کړي، خو طالبان وايي، چې په دغو بمباريو کې دوی ته کوم زيان نه دی اوښتی.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ادارې له دفتره نن سه شنبه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې له تېرو ۹۶ ساعتونو راهيسې يې په بدخشان کې د طالبانو پر مرکزونو هوايي بريدونو زيات کړي او په دغو بمباريو کې بي ۵۲ جنگي الوتکې هم برخه لري. د خبرپاڼې په وينا د دغو بريدونو موخه د افغانستان او تاجکستان گډې پولې ته څېرمه د وسله‌والو خوندي مرکزونه نړول او د ترهگريزو فعاليتونو له منځ وړل دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په بدخشان او هلمند کې د امریکايي الوتکو بمباريو کې د دوی جنگياليو ته زيان نه دی اوښتی، بلکې «يوازې ولسي خلکو ته په کې زيانونه او مرگ ژوبله اوښتې ده.»

ذبيح الله مجاهد د خپلو جنگياليو له خولې ليکلي، چې د امریکايي الوتکو په بريدونو کې د ملکي خلکو دوکانونه، د تېل ټانکر او د هغوی کورونه په نښه شوي دي.

خو د ناټو د غوڅ ملاتړ اداره ټينگار کوي، چې د بي ۵۲ په بمباريو کې يې د طالبانو ۲۴ مهم مرکزونه په نښه کړي او هغه تجهیزات يې هم ويجاړ کړي، چې طالبانو له امنيتي ځواکونو نيولي وو.

 د ۲۰۱۷ کال په وروستيو کې جنرال نيکلسن ويلي و، چې په هلمند کې يې د طالبانو د مالي سرچينو مرکزونه او د نشه‌يي توکو سوداگریز مرکزونه په نښه کړي، خو طالبانو هغه مهال هم ويلي و، چې په دغو بريدونو کې دوی ته کوم زيان نه دی اوښتی، بلکې د ملکي خلکو او سوداگرو شخصي ځايونه يې په نښه کړي دي.

خو له دې سره جوخت د دغو هوايي بریدونو د پایلې په اړه پوښتنې لا هم پر ځای دي.

د لندن چاپ گارډين ورځپاڼې ليکلي، چې د زياتېدونکو بمباريو او جگړو ډېری قربانیان د طالبانو سربېره ولسي خلک دي.

د نيويارک د بهرنيو اړيکو جرگه‌گۍ هم په تازه راپور کې ويلي، چې د افغانستان جگړه د يوازې د خبرو له لارې اوارېدای شي، د بمباريو او د طالب مشرانو له وژلو سره به دغه ډله نوره هم سخت دريځه شي او د امریکا پر ضد به نور هم له کرکې ډکو فعاليتونو ته مخه کړي.

سیاسي شنونکي عبدالولي وهاب وايي، له یوه لوري د هوایي بریدونو له زیاتوالي سره ملکي مرگ ژوبله لوړه شوې او له بل لوري طالبان پياوړي شوي او د هغوی جگړې ته توجیه پیدا کیږي.

وهاب نړۍنیوز ته وویل: (د هوايي بریدونو پایلې په بشپړ ډول گونگې دي، ځکه که دوی دا بریدونه په سمو اهدافو کولی نن به په افغانستان کې یو وسله‌وال هم نه و فعال.)

د هغه په باور چیرته چې اړتیا وي بهرني ځواکونه هوايي برید نه کوي؛ خو چیرته چې اړتیا نه وي هوایي بریدونه کوي، چې بېلگه یې په ننگرهار کې د داعش مرکزونه دي، چې څوک یې نه په نښه کوي.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، د افغان حکومت ټولې وسله والې مخالفې ډلې په هر ځای کې چې وي، په نښه کیږي او د هغوی په منځ کې توپير نشته.

هغه وايي، د هوایي بریدونو زیاتوالی د افغان ځواکونو له پياوړتیا سره مرسته کوي او د امریکايي ځواکونو له لوري ترسره شوي بریدونه ډیره برخه یې اغېزناک بولي.

افغان حکومت او بهرني ځواکونه په داسې حال کې خپل هوايي بریدونه اغېزناک بولي، چې تازه په غزني کې  بهرنیو ځواکونو چورلکو د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

خو امریکا او افغان حکومت لا هم ټينگار کوي، چې طالبان به د جگړو او بمباريو له لارې د خبرو مېز ته راولي او له دې لارې به افغانستان کې خپله اوږدمهالې جگړه پای ته ورسوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون