سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امریکا په کانگريس کې پر پاکستان د مرستو بندولو بحث روان دی

د امریکا کانگريس پر پاکستان د مرستو بندولو لپاره بحث پيل کړی دی. کانگريس دا بحث په داسې حال کې پيل کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روان کال په پيل کې پاکستان د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړی و او د امريکا مالي مرستې يې هم ځنډولي دي.

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې هم کانگريس ۲۰۱۸ کال لپاره د امریکا د دفاعي پاليسي قراداد تصویب کړی، د مشرانو جرگې او يو ايس اېډ له لوري پر پاکستان د مرستو د بندولو غوښتنه شوې وه. د مشرانو جرگې ۳۴۴ کسانو د دې قراداد په حق کې او ۸۱ هغو يې په مخالفت کې رايه ورکړې وه.

کانگريس تر دې وړاندې هم په يوه قراداد کې غوښتنه کړې وه، چې پر پاکستان دې ملکي مرستې هم بندې شي او هغه ټولې مرستې دې د امریکا په داخلي چارو کې ولگول شي.

په کانگريس کې د پاکستان مخالفين وايي، چې پاکستان د امریکايي مرستو په ځواب کې له ترهگرو سره مرسته کوي او په افغانستان کې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې پاتې راغلی، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او زياتوي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي.

د قراداد وړاندې کوونکو سناتورانو مارک سين فورډ  او تامس ماسي ويلي، چې د امریکايي ماليه ورکوونکو پيسې بايد د ترهگرو ملاتړ کوونکو ته ور نه کړل شي او دغه پيسې بايد د امریکايي ولس په ښوونې، روزنې او ابادۍ ولگول شي.

تامس ماسي ويلي، کوم خلک د امریکا بیرغونه سوځوي، د امریکايانو په وژل کېدو پټه خوله وي، له هغوی سره مرسته د امریکا پر ضد گام دی او بايد له پاکستان سره هر ډول مرستې ودرول شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون