سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د روسيې سفیر: امریکا په افغانستان کې د سولې هوډ نه لري

په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتسکي ‏

په کابل کې د روسيې سفير وايي، چې د افغانستان جگړه پوځي حل نه لري او دغه کړکېچ بايد د سياسي جوړجاړي له لارې اوار شي.

د روسيې سفير دا خبرې د افغان جگړې په اړه د امریکايي چارواکو د تازه څرگندونو په ځواب کې کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې له طالبانو سره نور د سولې خبرې نه کوي او په وينا يې طالبان د ملکي خلکو وژونکي دي او له داسې خلکو سره به هېڅکله مذاکرات ونه کړي.

په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتسکي نن په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل: «د امریکا په نوې سټراټيژي کې ډېری ټينگار د مخالفينو پر ځپلو او له منځه وړلو شوی، خو زموږ نظر او ارزونه دا ده، چې دا بحران له پوځي لارې نه اواريږي او د دې لپاره بايد له سياسي لارو چارو کار واخیستل شي.»

د روسيې سفير زياته کړه، چې د امریکا نوې سټراټيژي په هېڅ ځای کې هم گټوره نه ده ثابته شوې او امریکا اوس هم نه شي ویلی، چې سوله او ټيکاو به کله په افغانستان کې راشي.

الکساندر مانتیتسکي وايي: «له طالبانو سره د مذاکراتو د نه کولو په اړه د ولسمشر ټرمپ اعلان زموږ اندېښنې زياتې کړي او موږ په دې باور شوي يو، چې  امریکا له طالبانو سره د روغې جوړې هوډ او پلان نه لري.»

د روسيې سفير ويلي، هېواد يې په دې باور دی، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره دې له طالبانو سره رښتينې خبرې وشي، تر څو افغانان له دې ترينگلي وضعيته ووځي او په سولې کې ارام ژوند وکړي.

دغه روسي ډيپلوماټ ټينگار کړی، چې د سولې او پخلانې دروازې دې هېڅکله نه تړل کېږي او « بايد له طالبانو د سره د روغې جوړې لپاره د ملي پخلاينې دروازې ژر تر ژره پرانيستل شي.»

د روسيې سفير همدارنگه د افغانستان په شمال کې د داعش د پراخېدونکو فعاليتونو په اړه هم اندېښنه ښکاره کړې او زياتوي: «موږ داسې معلومات هم لرو، چې په عراق او سوريې کې د داعش له ماتې وروسته د دغې ډلې جگړه ماران افغانستان ته لېږدول کېږي.»

الکساندر منتیتسکی له افغان حکومته هم غوښتي، چې له امریکا سره په گډه د داعش د نابودۍ لپاره رښتينې هڅې وکړي او وړانديز يې کړی، چې هېواد په دې اړه هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون