سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

امریکا: پاکستان دې د افغان سولې په تړاو مرسته وکړي

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان سليوان ويلي، چې پاکستان دې د افغانستان سولې په تړاو له امریکا سره مرسته وکړي او په وينا يې ډېری افغان چارواکي او  سياسي مشران د امریکا د نوې تگلارې ملاتړ کوي.

جان سليوان د سويلي اسيا د پاليسي په اړه د امریکا مشرانو جرگې ته په خپلو خبرو کې وويل، د ټرمپ اداره هيله لري، چې طالبان به د خبرو مېز ته حاضر شي او په دې اړه له يې له پاکستانه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر دا څرگندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اوونۍ ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټ کې ويلي و، چې نور له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې نه کوي او ويلي يې و، چې طالبان د ملکي خلکو وژونکي دي.

جان سليوان وايي، چې د ټرمپ څرگندونې لنډمهالې او د کابل د وروستيو چاودنو په غبرگون کې وې.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د مشرانو جرگې  د بهرنيو اړيکو کمېټې ته ويلي، چې افغان مشران په خپل هېواد کې د داسې وضعيت غوښتونکي دي، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي.

دی وايي: «موږ په افغانستان کې د سولې لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلو او هڅه کوو، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.»

سليوان دا هم ويلي، چې پاکستان ته يې په روښانه ټکو ويلي، چې د ټولو ترهگرو ډلو پر ضد يو اړخيز عمليات وکړي او واشنگټن اوس هم د اسلام اباد همکارۍ ته په درنه سترگه گوري.

نوموړي د ترهگرۍ ضد جگړې کې د پاکستان د هڅو ستاينه هم کړې او ټينگار يې کړی، چې پاکستان القاعدې ته ماتې ورکړې، د ترهگرو خلاف جگړو کې زرگونه پوځيان له لاسه ورکړي او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو ته لوجسټيکي او پوځي مرستې هم د پاکستان له لارې ترسره کيږي.

جان سليوان په داسې حال کې له پاکستانه د افغان سولې په بهير کې د مرستې غوښتنه کړې، چې کانگريس نن پر پاکستان د مرستو بندولو لپاره بحثونه پيل کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون