افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

افغانستان له پاکستان سره د خبرو نوې لړۍ ته هيله‌من دی

د بهرنيو چارو وزارت وياند شکیب مستغني

د افغانستان او پاکستان د دولتي پلاوو تگ راتگ د پيل پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هيله‌ ښکاره کړې، چې دا خبرې له پخوانيو هغو سره بشپړ توپير لري او اوس د وخت د ضايع کولو مرحله تېره شوې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني نن په کابل کې رسنيو ته وويل، چې افغان حکومت له پاکستانه د ترهگرۍ ضد جگړې کې د عملي گامونو غوښتنه کوي او زياتوي، چې د لومړي ځل لپاره پاکستان خپله ملامتي منلې ده او دا يې نوی پرمختگ بللی دی.

ښاغلي مستغني وويل: «افغانستان نور د خبرو او ژمنو وخت نه لري، زموږ غوښتنې روښانه دي او اوس يوازې د عمل وخت دی، چې باید پاکستاني چارواکي له افغانستان سره په کړو ژمنو عمل وکړي او د ترهگرۍ ضد جگړې کې خپله رښتينولي ثابته کړي.»

د روانې فبروۍ په لومړۍ نېټه د کورنيو چارو وزير ویس برمک او د ملي امنيت لوی رييس معصوم ستانکزی د کابل د وروستيو چاودنو په تړاو له يو شمېر اسنادو سره اسلام اباد ته تللي وو، دواړو چارواکو په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې د پاکستان پوځي او ملکي مسوولينو ته يې دغه اسناد سپارلي او هغوی يې په اړه د څېړنو او کره ځواب ډاډ ورکړی دی.

د افغان چارواکو له سفر وروسته تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې تهمينه جنجوعه په مشرۍ د پوځي او ملکي چارواکو پلاوی کابل ته راغلی و او افغان چارواکو ته يې د دواړه اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دواړو لوريو يو ځل بيا د روانو ستونزو او بې باوريو د له منځه وړلو لپاره د نوو خبرو په پيلولو هوکړه کړې ده.

د همدې خبرو په موخه سبا د جمعې په ورځ د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ د افغان چارواکو يو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي.

که څه هم افغان چارواکي د دې خبرو په اړه هيله‌من دي، خو د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې د دواړو لوريو خبرې رښتېنولۍ او صداقت ته اړتيا لري، له دې پرته هېڅ ډول خبرې گټورې نه شي تمامېدی او ځينې نور بيا په دې باور دي، چې دا خبرې يوازې د وخت ضايع کول او بې گټې دي.

د سیاسي چارو کارپوه نوید نظري په دې باور دی، چې افغانستان او پاکستان په خپلو کې له ښو اړیکو پرته بل ښه انتخاب نه لري.

هغه وايي، که دواړه هېوادونه سل کاله نور هم یو د بل مخالفت وکړي وروستۍ حل لاره یې هم باید دوستانه اړیکې وي.

د نظري په خبره دا چې پاکستان لویې پروژې تر لاس لاندې لري، نو ځکه له افغانستان سره د اړیکو د ښه والي اراده هم نه لري.

د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح هم پر خپل فیسبوک لیکلي و، چې پاکستان ته د افغان پلاوي تگ بې گټې او په غلط ادرس سفر دی.

پوځي کارپوه محسن مختار بيا وايي، که پاکستان ته زر ځله هم پلاوي تگ راتگ وکړي، کومه مثبته پایله به تر لاسه نه شي.

نوموړي نړۍنیوز ته وویل، هغه پلاوي چې له کابل نه اسلام اباد ته ځي د ملکي حکومت له چارواکو سره گوري او دغه ډول کتنې کومه گټه نه لري.

د ده په باور که دې سفرونو گټه لرلی، د حامد کرزي شل سفرونو به له پاکستان څخه مثبته پایله تر لاسه کړې وای.

سیاسي کارپوه کبیر رنجبر وايي، کله چې پاکستان تر فشار لاندې راځي د پلاوو مسئله گرمیږي او دا یوازې د فشارونو لپاره د موقت وخت خبره وي او په اوږد مهاله اړیکو  اغېز نه لري.

هغه وايي، که د پاکستان په اراده کې د مثبت بدلون په اړه کوم څه وي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې په ډیره اسانۍ ښې کېدلی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون