افغانستان سلايډ (فيچر)

نیکلسن: هوايي بریدونو د ولایتونو او ولسوالیو د سقوط مخه نیولې

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، په افغانستان کې ترسره کېدونکو هوايي بریدونو د ولایتونو او ولسوالیو د سقوط مخه نیولې ده.

نیکلسن دغه څرگندونې د افغانستان په ختیځ کې د بهرنیو او افغان ځواکونو له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال کړي دي.

نیکلسن په داسې مهال کې له هوايي بریدونو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې له هوايي بریدونو سره مخالفت ورځ تر بلې پراخیږي او د ملکي مرگ ژوبلې پېښې هم ورسره زیاتې شوې دي.

نوموړي همداراز ویلي، چې د افغان ځواکونو بریدونه تهاجمي شوي او د دوی هوايي ملاتړ هم ورسره زیات شوی  دی.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان زیاته کړې، د دوی هوايي بریدونو طالبانو او نورو مخالفو وسله‌والو ته درنده مرگ ژوبله هم اړولې ده.

نیکلسن د ناامنۍ وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې طالبانو له  افغان ځواکونو او د هغوی له ملاتړ سره د مخامخ جگړې توان له لاسه ورکړی نو ځکه د ملکي خلکو په منځ کې بریدونه ترسره کوي.

د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي چې له نیکلسن سره په دغه سفر کې ملگری و، ویلي، چې هوايي بریدونه اغېزناک او د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره ښه اقدام دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون