افغانستان سلايډ (فيچر)

افغان پلاوی نن پر مهمو مسائلو له پاکستاني چارواکو سره غږیږي

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر ځينې مسائلو خبرې کړې؛ خو نن  دواړه لوري پر مهمو مسائلو بیا خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، دا چې پاکستان طالبان د یوې ترهگرې ډلې په توگه وپېژني او په دې اړه یو تفاهم رامنځ ته شي، نن به دواړه لوري په دې اړه غږیږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په یوه ټویټ کې ویلي، چې دواړو لورو د جمعې په ورځ پر ځینو مسائلو خبرې کړي؛ خو د شنبې په ورځ به پر ځینو نورو او مهمو مسائلو خبرې دوام ومومي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د پخوانیو غونډو د خبرو اجنډا به یوازې دا وه، چې څنگه له ترهگرۍ سره په گډه مبارزه کولی شي؛ خو اوس افغان لوری هڅه کوي پاکستان په دې قانع کړي، چې تر کنټرول لاندې سیمه یې د افغانستان پر ضد کاریږي.

د افغانستان د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي هم دوه اونۍ وړاندې پاکستان ته تر خپل سفر وروسته رسنیو ته وویل، چې پاکستان ومنله چې تر ولکې لاندې خاوره یې د افغانستان پر ضد کاریږي.

اوس د بهرنیو چارو وزارت همداراز هیله مندي څرگنده کړې، چې د حکمت خلیل کرزي تر مشرۍ لاندې پلاوي سفر به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

خو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي، چې پاکستان به بیا د تېر په څېر ژمنې وکړي؛ خو عمل به نه کوي.

د ولسي جرگې غړې ارین یون وایي، پاکستان په تېر کې هم څو ځله د ناستو پر مهال ژمنې او اعترافونه کړي؛ خو بیا وروسته د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون