پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستاني طالبانو مرستيال د بې پيلوټې الوتکې په بريد کې وژل شوی

د پاکستاني طالبانو مرستيال خالد محسود، چې په خان سجنا هم مشهور و

د پاکستاني طالبانو مرستيال خالد محسود، چې په خان سجنا هم مشهور و، په شمالي وزيرستان کې د امریکايي بې پيلوټې الوتکې په بريد کې له خپلو نهو ملگرو سره وژل شوی دی.

ځينې پاکستاني رسنيو د امنيتي سرچينو له خولې ويلي، چې خان سجنا د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې وژل شوی، خو د پکتيکا ولايت مسوولينو دا خبر رد کړی او زياتوي، چې بريد په شمالي وزيرستان کې شوی دی.

د پاکستاني سرچينو په وينا خان سجنا د برمل ولسوالۍ په خړ تنگي سيمه کې وژل شوی دی.

د پکتيکا ولايت چارواکو د برمل په غریزو سيمو کې د بې پيلوټې الوتکې د بريدونو پخلی کړی، خو ټينگار کوي، په دغو بريدونو کې د طالبانو او «حقاني شبکې» غړي وژل شوي او په برمل کې يې د خان سجنا د شتون او وژل کېدو خبر رد کړی دی.

تېره شپه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي هم په پکتيکا کې د بې پيلوټه د بريد پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي او تر دې خبرو وروسته له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته روان شو.

خالد محسود، چې په خان سجنا هم مشهور و، د پاکستاني طالبانو وتلی مشر و، چې په ۲۰۱۲ کې يې د کراچۍ پر يوه هوايي پوځي ډگر بريد پلان کړی و او په همدې کال کي د خیبر پښتونخوا د بنو د زندان د ماتوونکي په توگه هم پاکستان ته مطلوب و او له دغه زندانه يې د پاکستاني طالبانو په گډون څلور سوه زندانيان خوشې کړي وو.

د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته، چې ملا فضل الله د دغې ډلې مشر وټاکل شو، خالد محسود له پاکستاني طالبانو خپله لاره جلا کړه او ځانته ډله يې جوړه کړه، خو د ځينو راپورونو له مخې نوموړی نږدې دوه مياشتې وړاندې له ملا فضل الله سره يو ځای شو او د هغه مرستيال ټاکل شوی و، چې د فبرورۍ په اوومه د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې له خپلو نهو ملگرو سره ووژل شو.

امریکا او پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي توگه څه نه دي ويلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون