سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ او مودي د افغانستان په امنيتي وضعیت خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره د دوو اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان په امنيتي وضعيت هم خبرې کړي او د افغانستان د امنيتي په اړه يې له هنده مرسته غوښتې ده.

له سپينې ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د امنيت او ټيکاو په اړه  د ټيليفوني خبرو پر مهال په خپلو ژمنو ټينگار وکړ.

واشنگټن ويلي، چې د هند پر سیمه‌ييز سيال پاکستان يې له دې امله مالي مرستې بندې کړي، چې وسله‌والې ډلې د پاکستان خاوره په افغانستان کې د جگړو او بمي چاودنو لپاره کاروي او اسلام اباد يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او زياتوي، چې د ترهگرۍ ضد جگړې کې يې له امریکا سره هر ډول مرستې کړي او د امریکا د جگړې له امله يې د خپل هېواد زرگونه پوځيان او ملکي خلک «قربان» کړي دي.

د امریکا او پاکستان تر منځ د بې باورۍ او تورونو لړۍ له تېرو څو کلونو روانه ده، خو د روان کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټ کې پاکستان په څرگنده ژبه د ترهگرۍ په ملاتړ تورن کړ او د امریکايي چارواکو له لوري يې پاکستان ته د ميلياردونو ډالرو ورکړه يې د هغوی بې عقلي بللې وه.

د ټرمپ له دغو څرگندونو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې ترينگلې دي او پاکستان وايي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچول غواړي.

د امریکا ولسمشر له نريندرا مودي غوښتي، چې د افغانستان په امنيت او ټيکاو کې مرسته وکړي.

پاکستاني چارواکو په پخوانيو څرگندونو کې ويلي، چې افغانستان کې له امریکا سره هر ډول مرستې ته چمتو دي، خو ټينگار کوي، چې په افغانستان کې د هند هېڅ ډول پوځي او سياسي رول نه شي زغملی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون