افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکايي ځواکونه افغانستان کې له مخدره توکو سره مبارزه پراخوي

امریکايي ځواکونه هوډ لري افغانستان کې له مخدره توکو سره مبارزه پراخه او افغان ځواکونو سره په گډه هغه عملیات لا زیات کړي، چې د مخدره توکو د تولید مرکزونه په کې په نښه کیږي.

خو هغه مهال چې امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره په گډه د مخدره توکو د پروسس د مرکزونو له منځه وړلو عملیات پيل کړل، یوه نیوکه دا وه چې په دې عملیاتو کې یوازې د پروسس مرکزونه په نښه کیږي او په دې کار سره بهرنیان غواړي په افغانستان کې د مخدره توکو د پروسس مخه ونیسي نه د کر او تولید.

افغانستان کې د پریکده ملاتړ ځواکونو قوماندان جمس هیکر ویلي، دوی هوډ لري چې د مخدره توکو پر ضد عملیات د افغانستان هرې سیمې ته ورسوي.

هغه زیاته کړې د افغانستان په جنوب کې د دغو عملیاتو له پیله چې د ۲۰۱۷ په نومبر کې و تر اوسه طالبانو او نورو مافیايي ډلو تر ۲۰۰ میلونه ډالر زیات زیان اوښتی دی.

هغه ویلي، چې په جنوب کې د افغان پوځ ۲۱۵ میوند قول اردو او افغان هوايي ځواک له امریکايي ځواکونو سره په گډه د مخدره توکو د له منځه وړلو عملیات پلان کړي او بریالي پر مخ روان دي.

هیکر همداراز وايي، چې دا عملیات به هلمند څخه د افغانستان ټولو برخو ته غځیږي او د مخالفو وسله‌‌والو مافیايي ډلو د جرمي اقتصاد ریښې به له منځه وړل کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون