سيمه، عرب او نړۍ

سوريې د اسراييلو جنگي الوتکه نسکوره کړې

اسراييلو ويلي، چې د سوريې هوايي ځواک د دوی يوه جنگي الوتکه رانسکوره کړې ده.

د الوتکې دواړه پيلوټان له الوتکې ژوندي وتلي او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د اسراييلو دفاع وزارت ويلي، چې د دوی ايف شاړس الوتکه د سوريې له ځمکې د اسراييلو په فضا کې په ایراني توغندي لگېدلې ده.

د اسراييلي ايف شپاړس الوتکې د نسکورېدو خبر په داسې حال خپور شوی، د اسراييلو دفاع وزارت ويلي و، چې په خپلې فضا کې يې د ایران بي پيلوټه الوتکه نسکوره کړې او اوسمهال هم دغه څارگره الوتکه د دوی په واک کې ده.

عربي او لويديځې رسنۍ وايي، چې د اسراييلو په شمالي ښارونو کې د خطر زنگونه غږول شوي او د اسراييلو په سرحدي سيمو کې د يو شمېر چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ایران او روسيه په سوريې کې د بشار اسد د رژيم ملاتړ کوي او د وسله‌والو مخالفو ډلو پر ضد د بشار اسد په ملاتړ جگړې کوي.

لويديځو رسنيو ويلي، چې ایران په سوريې کې دايمي پوځي اډه جوړوې، خو د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ایران ته خبرداری ورکړی، چې په سوريې کې د ایران پوځي اډه نه شي زغملی.

ایران د لويديځو رسنيو او اسراييلو دغه ادعا ناسمه بللې او په سوريې کې يې د خپلې پوځي اډې جوړول رد کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون