لوبې

کمزورې توپ وهنې له امله بنگله‌دېش د ټېسټ لوبو لړۍ وبایلله

نن د بنگله‌دېش او سریلانکا دوهمه ټېسټ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې بنگله‌دېش کمزورې توپ وهنې پایله کې د ۲۱۵ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې په سریلانکایۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ۶۵٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مېنډېس او سېلوا نیمه سلیزو په مرسته ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره مېنډېس په ۹۸ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۸ او سېلوا په ۱۲۴ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۶ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

بنگله‌دېش لپاره عبدالرزاق او تیج الاسلام څلور څلورم او مستیفض الرحمن دوه وېکېټې واخیستې.

بنگله‌دېش خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې ۴۵٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۰ منډې جوړې کړې.

بنگله‌دېش لپاره مهدي حسن په ۷۸ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سریلانکا لپاره لکمل او دننجایا درې درې او پرېرا دوه وېکېټې واخیستې.

سریلانکا خپل دوهم وار توپ وهنې کې د سېلوا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۷۳٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۶ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره سېلوا په ۱۴۵ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

بنگله‌دېش لپاره عبدالرزاق ۱، مهدي حسن ۲، مستیفض الرحمن ۳ او تیج الاسلام ۴ وېکېټې واخیستې.

بنگله‌دېش خپل دوهم وار توپ وهنه د ۳۳۹ منډو هدف په تعقیب پیل کړه خو ۲۹٫۳ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

دا ځل بنگله‌دېش لپاره مومن الحق په ۴۷ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

دوهم وار توپ اچونې کې سریلانکا لپاره دننجایا ۵، هېرات ۴ او پرېرا یوه وېکېټه واخیسته.

لوموړۍ ټېسټ لوبې له پایلې پرته پای ته رسېدلې وه. سریلانکا دوهم ټېسټ لوبې گټلو سره د دوو ټېسټ لوبو دغه لړۍ ۱-۰ په توپیر وگټله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون