لوبې

استرالیا انگلینډ ته په اوه وېکېټو ماتې ورکړه

درې اړخیزو شل اوریزو لوبو لړ کې نن استرالیا د انگلینډ پر وړاندې لوبه ترسره کړه. انگلینډ دغې لوبې کې له استرالیا څخه په ۷ وېکېټو ماتې وخوړه.

د دغې لوبې پچه استرالیایۍ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

انگلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بټلر ښه توپ وهنې په مرسته ۱۳۷ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره بټلر په ۴۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۴۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

استرالیا لپاره رېچرډسن ۳، سټانلېک ۲ او ټای یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې استرالیا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۴٫۳ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره او دغه لوبه يي وگټله.

استرالیا لپاره لېن په ۱۹ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ او مکسوېل په ۲۶ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

شارټ په ۳۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۶ او فېنچ په یوازې پنځو توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۰ منډو جوړولو ناسوځېدلي پاتې شول.

انگلینډ لپاره جورډن ۲ او ویلي یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون