افغانستان سلايډ (فيچر)

ارگ د قیادي شورا د جوړېدو اوازې رد کړې

د ارگ وياند شاه حسین مرتضوي

له تېرو څو ورځو راهیسې په رسنیو دا موضوع توده ده چې امریکا هوډ لري، د قیادي شورا په نامه د افغان سیاستوالو یو مجموعه رامنځته کړي او بیا د همدې شورا له لارې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې لغوه او د ملي یووالي حکومت عمر پنځه کاله نور هم وغځوي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي و، چې امریکایان به ټاکنې د ناامنۍ له امله ناشونې وبولي او په دې توگه به قیادي شورا ته فرصت برابر کړي، چې هغوی د ټاکنو پر ځای سیاسي جوړجاړی وکړي.

خو اوس ولسمشر ماڼۍ وایي، د قیادي شورا جوړېدو بحث نه دی مطرح شوی او دوی دا موضوع په کلکه ردوي.

د ارگ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، ولسمشر غني په هیڅ ډول نه غواړي په اساسي قانون کې ورته له ټاکل شوې مودې یوه ورځ زیات هم د ولسمشر په توگه پاتې شي.

مرتضوي رسنیو ته ویلي، په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي او حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره جدي اراده لري.

د دغې طرحې یو ملاتړی زلمی خلیل زاد بلل کیږي، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته هم سفر کړی و او له بېلا بېلو سیاسي او جهادي مشرانو سره یې کتلي و.

تر خلیل زاد وروسته ولسمشر غني هم سیاسي او جهادي مشران ارگ ته وبلل او په جلا جلا توگه یې ورسره وکتل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون